BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:52 گرينويچ 2008 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دايتلافي ځواکونو يوه څرخکه رالويدلې ده

څرخکه
ايتلافي ځواکونه وايي چې د الوتکې د ناستې سيمه يې کلابند کړې ده او پلټنې يې روانې دي
نړيوال ايتلاف وايي يوه جنګي چورلکه يې د وټپور په ولسوالۍ کې په زوره ناستې ته اړشوې او زيان ور اوښتی دى .

خو وايي پکې ناست کسان روغ پاتي دي.دکونړ والي فضل الله (وحيدي )وايي دغلته افغان او نړيوال ځواکونه له دې وروسته ورغلل چې دده په خبره وسلوالو ځانته پخې مور چلې جوړولې.

((په وټپور کې ملي اردو ته خلکو اطلاع ورکړه چې يوشمير اورپکي غرنيو سيمو ته راغلي ان داسې اوازې هم وې چې دوى دايمي پاتي شي او دخپل حضور اعلان وکړي.

نو په دې اساس زموږ ملې اردو او پوليس دايساف په همکارۍ ورغلل عمليات ېې وکړل او مخالفين يې وشړل))

که څه هم په شوو عملياتو کې ديوې چورلکې له رالويدو پرته د نورې مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي ،خو جيش سلفيه او وسلوالو طالبانو دواړو دچورلکې دويشتو ادعا کړې.

اپلو دکندهار په ميوند ولسوالۍ کې نړيوالو ځواکونو ديو شمير وسلوالو دوژنې خبر ورکړی .

نړيوال ځواکونه وايي د وسلوال طالبانو ځينې کسان دهوايي ځواک په مرسته هله ووژل شول چې ددوى او افغان پوځيانو پر ګزمه يې برېد وکړ.

ترې را دي پلو دغزني په زنه خان ولسوالۍ دپنجشنبې په کهيځ بريد شوی ،دوسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي دعوه کړې چې په بريد کې شپږ پوليس وژل شوي .

دغزني دوالي وياند اسماعيل جهانګير ديو پوليس مړينه او دبل ټپې کيدل مني خو وايي وسلوالو طالبانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې.

په پکتيکا کې ځايي چارواکي وايي دپولې له بلې غاړې راغلو شپږ توغندو پنځه ولسي وګړي ټپيان کړي چې يو يې وايي کوچنی دی.

دپکتيکا دوالي وياند غمی خان واپې دبرمل ولسوالۍ په مرغې سيمې دوار شوو توغنديو ځواب يې په شپږ ځلي ورکړی چې دده په خبره له برېد کونکو يې يو کس وژلی اوبل ېې ټپي کړی دى .

افغان چارواکو ويلي وو ددې اونۍ په لومړيو کې ورته يو بريد په خوست ولايت کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت