|
پنټاگان : افغانستان کې بريدونه ډېر شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د دفاع وزارت خپلي ولسي جرګې يا کانګرس ته دجمعې په ورځ په يو راپور کې د افغانستان په سرحدي سيمو کي د طالبانو دزيات شويو بريدونو او دپاکستان سره په پوله کې د دوی د پټنځايونو په باب خبر ورکړی دی . په راپور کې ګانګرس ته اندېښنه ښوول شوې چې سږ کال به په افغانستان کې غوړېدلی بغاوت نور هم زور واخلي . په دې راپور کې د پاکستان په پوله کې د مخالف جنګياليو پټنځايونه د افغانستان امن ته لوی ګواښ بلل شوی دی . دکانګرس په دې تازه راپور کې راغلي چې د امريکا ٢٠٠١ ميلادي کال تر پېښو وروسته د واشينګټن او انډيوالانو لويه نظامي بريا دا وه چې طالبان يې د واک څخه ګوښه کړل خو تلپاته بری به يوڅه وخت په بر کې واخلي ځکه دا کار يوازي په نظامي زور نه کيږي . راپور وايي چې طالبان دخپل حکومت تر نړېدو وروسته بيرته سره راټول شوي او سمدلاسه مقاومت کوي. د دې اوږده راپور دجوړولو امر د امريکا ولسي جرګې د دفاع د وزارت د کلنۍ بوديجې تر منظورولو وروسته هغه وخت وکړ چې په افغانستان کې زيات شوي بغاوت امريکايی چارواکي او همدارنګه د لوېديځ نور حکومتونه اندېښمن کړي دي . راپور که څه هم په افغانستان کې ځيني پرمختګونه لکه د مخالف جنګياليو دځينو مشرانو وژنه او هم په افغانستان کې دننه يې د پټځايونو ويجاړونه يادوي خودا اندېښنه هم نه پټوي چې د مخالف جنګياليو پردې ټولو ماتو سربېره د دې خبري شونتيا شته چې طالبان به نه دا چې خپل بريدونه دغه ډول په زور کې وساتي، ودې شي، چې په روان ٢٠٠٨ ميلادي کال کي يې دا بريدونه لا زور واخلي او لا پسي وغځېږي . همدارنګه وايي چې مخالف جنګيالي به په کليوالو سيمو کې د افغان حکومت واک وننګوي نه دا چې د هېواد په سوېل او ختيځ کې ، ودي شي، چې خپل حضور شمال او لوېديځ ته لا پسي وغځوي . دا افغانستان د امن او ټېکاو په باب دا لومړی او اوږد راپور چې ٧٢ مخه کيږي د پاکستان سره دپولي دقبايلي سيمو په باب پکي تر بل هر وخت زياته اندېښنه ښوول شوې ده او ددې مخ په ايسته به هر شپږمياشتي وروسته لکه پينټاګون چې د عراق د جګړې راپور وړاندې کوي د افغانستان په باب به هم هر شپږ مياشتې وروسته راپور ولري . د روان ميلادي کال د لومړۍ مياشتې راهيسي د فرانسې خبري اژانس د قوله په افغانستان کې يوسل او شپږ ١٠٦ بهرني عسکر وژل شوي دي چې ډېری يې د سړک د غاړې دبمونو پېښي دي . په راپور کې د افغانستان دشمالي او لوېديځو ولايتونو امنيت او ټېکاو ته لوی ګواښ د توپکسالارانو، جنايتکارانو او د نشه يي توکود سوداګر له خوا بلل شوی دی . راپور بله مهمه خبره په هېواد کې د ناقانونه نشه يي توکو سوداګري يادوي چې دا ګواښ هم حکومت اوهم نړيوالو ځواکونو ته لويه ننګونه ده. که څه هم يوڅه پرمختګ يادوي خو وايي چې په ټولو سيمو کې دا کار يو ډول بريالی نه دی . راپورايران هم په افغانستان کې د مخالف جنګياليو په مرسته تورن کړی دی خو وايي چې که څه هم تر اوسه دوی څه ثبوت نه لري خو امريکايي چارواکي روان حالت جدي څاري . په راپور کې د سړک دغاړي دب مونو پېښې هم يادې شوې چې په ٢٠٠٧ کې ٢٦١٥ او په ٢٠٠٦ کې ١٩٣١ دا ډول بريدونه شوي دي . راپور د افغانستان امنيت او ټېکاو ته تر ټولو لويه ننګونه په قبايلي سيمو کې د طالبانو پټنځايونه بولي. دبلي خوا د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټز د پنجشنبې په ورځ خبري غونډي ته خپله اندېښنه په ډاګه وويل چې پاکستان په قبايلي سيمو کې پر طالبانو باندي په پوره زور راوړلو کي پاته راغلی دی . | ورسره تړلي نور خبرونه امريکا:په افغانستان کې٤٠% بريدونه ډېرشوي دي 25 جون, 2008 | خبرونه وردگو کې طالبانو٤٧ اکمالاتي موټر سوځولي24 جون, 2008 | خبرونه ناټو ' په افغانستان کې نورو سرتېرو ته اړتيا لري'23 جون, 2008 | خبرونه کونړکې ١٢طالبان، درې افغان سرتېري وژل شوي 22 جون, 2008 | خبرونه ايساف: پر پاکستانۍ خاوره مو ځوابي بريد وکړ22 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||