BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وردگو کې طالبانو٤٧ اکمالاتي موټر سوځولي
د نړيوالو ځواکونو اکمالاتي سوځول شوى موټر
په دې وروستيو کې په وردگو ولايت کې وخت ناوخته د بهرنيو ځواکونو د لوژيستيکي گاډو پر کاروان بريدونه کېږي .
په ميدان ورگو کې چارواکي وايي چې د سيد اباد په ولسوالۍ کې د کابل کندهار پرلويه لاره طالبانو د بهرنيوځواکونو پر لوژيستيکي کاروان بريد کړى دى .

د سيداباد ولسوال فضل کريم مسلم بي بي سي ته وويل چې په دغه بريدکې د بهرنيو ځواکونو ٤٧ موټر سوځول شوي او يو موټر چلوونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي .

دغه بريد د سيداباد په ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لويه لاره نن (سې شنبې، د چنگاښ ٤) ماسپښين شاوخوا دوې بجې شوى دى .

عيني شاهدان وايي چې په دغه بريد کې د بهرنيو ځواکونو د لوژيستيکي توکيو ټولټال ٤٧ گاډي سوځېدلي دي او د دوو سرف موټرو په گډون يې ترېنه څلور کانټينري گاډي بېولي دي .

بل خوا د وسله والو طالبانو يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دغه بريد کې يې د بهرنيو ځواکونو د لوژيستيکي توکيو ٥٠ گاډي سوځولي دي .

د مجاهد په وينا په دغه بريد کې اته پوليس هم وژل شوي او دوه نور يې له ځانه سره بېولي دي، خو دغه ادعا د ځايي چارواکو له خوا نه ده تاييد شوې .

د لوژيستيکي توکيو دغه کاروان له کابل نه د کندهار پر لور روان وو چې له دغه بريد سره مخامخ شو .

په غزني کې د بهرنيو ځواکونو يوه تن وياند مېډيا ويلي دغه بريد منلى او ويلي دي چې د پېښې ځاى ته مرستندويه ځواکونه استول شوي دي .

د مېډيا په وينا په دغه بريد کې ١٤ موټر له منځه تللي دي .

د جغتو پر ولسوالۍ طالبانو بريد کړى

بل پلو د همدې ولايت د جغتو په ولسوالۍ وسله والو طالبانو بريد کړى چې د مرگ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته .

د جغتو ولسوال نعيم جان بي بي سي ته د خبرو په ترڅ کې بريد ومانۀ او په وينا يې افغان سرتېري او وسله وال طالبان په سنگرونو کې گوته په ماشه پراته دي .

د جغتو د ولسوالۍ ودانۍ
دوې ورځې وړاندې هم ددې ولسوالۍ پر ودانۍ بريد شوى وو چې په پايله کې درې سرتېري ووژل شول

ښاغلي نعيم جان د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه .

خو سيمه ييز خلک وايي چې بريد غرمه مهال ١٢ بجې پيل او د ماسپښين تر يوې بجې پورې يې د ولسوالۍ پر ودانۍ هاوان او مزايل ور ويشتل چې بيا وروسته له ولسوالۍ نه ډېرى سرتېري وتښتېدل .

ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې هم د شپې مهال ددې ولسوالۍ پر ودانۍ بريد شوى وو چې په پايله کې درې پوليس ووژل شول او دوه رنجر موټر ترېنه وسله والو طالبانو تر گوتو کړل .

د ميدان وردګو ولايت دکابل جنوب لوېديځ لور ته دکابل - کندهار پرلويه لاره يو له هغو نارامه ولايتونو څخه دى، چې هر وخت ترېنه د ناامنيو خبرونه ورکول کېږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت