|
ايساف: پر پاکستانۍ خاوره مو ځوابي بريد وکړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايساف ځواکونه وايي په سوېل ختيځ خوست ولايت کې پر ايساف ځواکونو د دووجلا راکټي بريدونو په ترڅ کې څلور ولسي وگړي ووژل شول . په کابل کې د ايساف ځواکونو د يکشنبې په ورځ (د جون ٢٢) بي بي سي ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې نن په خوست ولايت کې د ايساف په مېشت ايساف ځواکونو ددوو جلا راکټي بريدونو له امله څلور ولسي وگړي وژل شوي دي . خبرپاڼه زياتوي چې لومړى راکټي بريد نيمه شپه لږ وروسته له هغه وشو کله چې د افغانستان له خاورې نه د ١٣ راکټونو بريد ورباندې شوى و، چې په پايله کې يو ولسي وگړى ووژل شو . د ايساف په خبرپاڼه کې ويل شوي چې يوازې يو راکټ د ايساف پر اډه لگېدلى خو د ودانۍ له لږ زيانمنېدا پرته يې نوره مرگ ژوبله نه ده لرله . ايساف هم په خپل ځوابي او دفاعي بريد سره له هوايي او ځمکني پوځ نه د بريد د سرچينې په نښه کولو لاس پورې کړ . خبرپاڼه زياتوي چې د ايساف ځواکونو بيا وروسته نن يکشنبه د بريد ځاى ته نژدې نور ناچاودېدلې راکټي مرمۍ وموندلې او شنډې يې کړې . د پنځو راکټي بريدونو دويم بريد د پاکستان له خاورې څخه تياره ماښام د کونډۍ پر کلي لگېدلى چې درې ولسي وگړي يې وژلي دي . يو بل افغان ولسي وگړى هغه مهال ټپي شو کله چې يو بل راکټ د ايساف پر اډه ولگېد، چې بيا وروسته ايساف ځواکونو ټپي خپل پوځي روغتون ته يووړ چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى . ايساف ځواکونه وايي چې دوى له دويم راکټي بريد وروسته د پاکستان د ننه شاوخوا ٣٠٠ متره ليرې د راکټ ويشتلو ځاى په نښه او په توپونو ويشتلو سره يې خپله دفاع وکړه . ايساف وايي کله چې د دوى پوځيان له بريد لاندې راغلل، پاکستاني پوځيانو ته په ناڅاپي ډول خبر ورکړاى شو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||