|
کونړکې ١٢طالبان، درې افغان سرتېري وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ختيځ کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې درې افغان سرتېري او ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي . په ختيځ کې دايساف دمطبوعاتي دفتر له له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د پاکستان پولې ته ورڅېرمه ولسوالۍ سرکاڼو کې دافغان پوځ درې سرتېري په مخامخ جګړه وژل شوي او د ناټو د يوه سرتېري په ګډون يو بل افغان سرتېرى ټپى شوی . جګړه داسداباد او خاص کونړ ترمنځ په غزېدلې لاره شوې ده . د سرکاڼو ولسوالۍ د پوليسو مشر محمد شعيب وايي په ځوابي ډزو او د نړيوالو ځواکونو له لوري په شوي بمبار کې دده په وينا تر ١٢ ډېر وسله وال وژل شوي چې د درو مړي يې خبريالانو ته وښودل . د پوليسو دغه مشر وژل شوي وسله وال د پولې له بلې غاړې نه را اوښتي کسان وبلل او په وينايې دسيمه ييزو خلکو له لوري مړي نن ديکشنبې په ورځ د ناوه پاس په سيمه کې دهغوى خپلو خپلوانو ته وسپارل . وسله وال طالبان په خپل وار په دغې جګړه کې خپل لور ته اوښتی زيان لږ او د افغان او بهرنيو پوځيانو هغه ډېر بولې . د طالبان يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې په نښته کې يې اته افغان او بهرني پو ځيان وژلې دي . ده د طالبانو د دوو تنو وژل کېدل ومنل، خو دا يې ردکړه چې ګواکې وژل شوي پاکستاني طالبان دي . له بلې خوا د شنبې په مازيګر د ولايت په مرکز اسد اباد کې په ملکي روغتون د توغندي دلګېدو له امله په روغتون کې دنوې جوړېدونکې ودانۍ يو کارکوونکى مړ او دوه نور چې يوه يې ښځه وه ټپيان شوي او د روغتون ودانۍ ته هم زيان اوښتی دى . تر اوسه ددغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو دکونړ والي فضل الله وحيدي وايې توغندى د پولې له څنډې را توغول شوی دى . | ورسره تړلي نور خبرونه د بهرنيو ځواکونو بمبار ١٤ ولسي وگړي ووژل28 مۍ, 2008 | خبرونه د ايساف څلور سرتېري ټپيان شوي24 مۍ, 2008 | خبرونه ' په کونړاو نورستان کې وسله وال وژل شوي '10 مۍ, 2008 | خبرونه په کونړ ولايت کې ١٢ وسله وال وژل شوي28 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||