|
په کونړ ولايت کې ١٢ وسله وال وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امريکا مېشت ځواکونه وايي ددې په ختيځ کونړ ولايت کې يې د وسله والې نښتې په ترڅ کې ١٢ وسله وال وژلي دي . په افغانستان کې مېشت امريکايي پوځيان وايي نښته هغه مهال پيل شوه کله چې وسله والو کسانو د افغان او امريکايي پوځيانو پر پنځو سرحدي تهاڼو وسله وال بريدونه وکړل . دوى دا هم وايي چې په دې نښته کې شاوخوا ١٢ نور وسله وال ټپيان شوي دي، خو خپلو پوځيانو ته يې د مرگ ژوبلې د اوښتو خبره نه ده کړې . دغه نښته د ختيځ ولايت کونړ په کوړنگل دره کې شوې ده . بل خوا د څنگلوري ننگرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د يوه افغان سرتېري په گډن دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي . ده زياته کړه افغان او بهرنيو ځواکونو دغه عمليات هغه مهال پيل کړل کله چې په سيمه کې د ځانمرگو بريدوو او ماين خښوونکې ډلې د راتگ خبر يې تر گوتو کړ . د همدم په وينا په نښته کې له دواړو خواوو ډزې وشوې چې په پايله کې يو افغان سرتېرى او دوه کسان مخالفين ووژل شول . نوموړي د يادو شوو عملياتو په پاى کې د څلورو وسله والو جنگياليو د ژوندي نيولو خبره هم کړې ده . خو وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . غزني کې دوه وسله وال وژل شوي په غزني ولايت کې مېشت بهرني ځواکونه وايي د تېرې يکشنبې په ورځ يې په يوه وسله واله نښته کې دوه وسله وال طالبان وژلي دي .
ددغه ولايت د والي وياند ضيا ولي ځدراڼ وويل تېره ورځ ناوخته ددې ولايت په مقر ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي . هغه زياته کړه چې نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې طالبانو د ملي اردو او ايساف پر ګډو ځواکونو بريد وکړ . په غزني کې دايساف وياند ميډي زياتوي چې په نښته کې دوى او د ملي اردو ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى . خو بل خوا وسله وال طالبان په ياده شوې نښته کې د نهو افغان او بهرنيو سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي . طالبان دا هم وايي چې د اندړو په سيمه کې يې دوه امريکايي ټانکونه هم الوزولي دي، خو بهرنيوځواکونو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . | ورسره تړلي نور خبرونه کونړ کې سلگونو کسانو لاريون وکړ24 اپريل, 2008 | افغانستان په کونړ ولايت کې پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې23 اپريل, 2008 | خبرونه په کونړ اونورستان کې بيا پوځي عمليات پيل شول 21 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||