|
په کونړ اونورستان کې بيا پوځي عمليات پيل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان او امريکايي پوځيانو په گډه په ختيځو نورستان او کنړ ولايتونو کې د بيارغاونې او امنيت په موخه پوځي عمليات پيل کړي دي . په ختيځو ولايتونو کې د ناټو ځواکونو افغان وياند ډاکټر شفيق همدم بي بي سي ته وويل چې دغه عمليات د وري په ٣٠مه، د ''غره لويه لاره'' په نامۀ پيل شوي دي . دده په وينا له دې عملياتو څخه موخه د نورستان ولايت په کامدېش او د کونړ په ناري ولسواليو کې ډاډمن امنيت او د بيارغاونې د چارو چټکتيا په گوته شوې ده . د ښاغلي همدم په وينا په نوموړو سيمو کې به پر سوداگريزه لويه لاره د افغان پوليسو د تالاشۍ او امنيتي پوستې جوړې کړاى شي، چې په چابکۍ سره به د افغان او امريکايي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانگلى شي . ډاکټر همدم وويل په دې سيمو کې د ١.٤ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د بيارغاونې ١٦ پروژې دوام لري . ده زياته کړه چې په دې پروژو کې پلونه، برېښنا، د اوبو نلکې، ښوونځي او کولتوري مرکز شامل وي . د همدم په وينا په راتلونکې کې تر ټولو لويه پروژه به د کامدېش او برگمټال ولسواليو ترمنځ نښلوونکى سړک وي چې د سيمې خلکو ته به د سوداگريزو مالونو وړنه راوړنه اسانه شي . د يادونې وړ ده چې له دې پوځي عملياتو يوه ورځ وړاندې وسله والو کسانو د کامدېش او باديگل ترمنځ نښلوونکى پول والوزاوۀ چې اوسمهال د گاډو تگ راتگ پرې نشي کېداى . بل پلو په ختيځو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو يوه قومندان جگړن نېک سټرمبرگ ويلي چې د وسله والو کسانو له خوا په کامدېش کې د ولسي وگړو د استوگنې پر ځايونو د بريدونو له امله دوى دغه پوځي عمليات په لاره اچولي دي . نوموړي زياته کړه چې په کامدېش کې به د ملي اردو او افغان سرحدي پوليس دايمي پوستې جوړې کړي څو وسله وال کسان ونشي کولاى چې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي . د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د نورستان په لوېديځې ولسوالۍ دوابه کې د نړيوالو ځواکونو او ملي اردو په ګډو عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه . | ورسره تړلي نور خبرونه 'په نورستان کې عمليات د حکمتيار په لټه کېدل'08 اپريل, 2008 | افغانستان کندهار کې بيا پربهرنيو ځواکونو بريد شوې17 اپريل, 2008 | خبرونه د افغانستان په ختيځ کې پوځي عمليات شوي06 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||