BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:48 گرينويچ 2008 ,06 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان په ختيځ کې پوځي عمليات شوي
نورستان
دغه پوځي عمليات د نورستان ولايت په دوآب ولسوالۍ کې شوي دي .
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي چې ددې هېواد په ختيځ کې يې د يولړ پرله پسې پوځي عملياتو په ترڅ کې گڼ شمېر وسله وال مخالفين وژلي دي .

د امنيتي چارواکو پروينا دغه پوځي عمليات د افغانستان د ختيځ نورستان ولايت په دوآب ولسوالۍ کې کې په لاره اچول شوي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې تر ټولو لوى پوځي عمليات بلل شوي دي .

عيني شاهدان او امنيتي چارواکي وايي چې دغه عمليات له تېرې شپې راهيسې پيل او تر اوسه دوام لري .

د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي چې له دې وړاندې هم له وسله والو کسانو سره په نښته کې يو لړ سپکې او درنې وسلې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي .

په دې نښتو کې ولسي وگړو ته د مرگ ژوبلې بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي .

خو د ايتلاف ځواکونو بيا خپلو پوځيانو ته د هر ډول مرگ ژوبلې خبره رد کړې ده او افغان چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي .

د نورستان د ولايت شورى مشر رحمت الله راشدي ويلي چې ددې علمياتو په لړ کې د شلو په شاوخوا کې کسان وژل شوي او له ٣٠ تر ٤٠ کسانو نور ټپيان شوي دي .

د ښاغلي راشدي پروينا، په وژل شويو کسانو کې د وسله والو کسانو سربېره ځينې ولسي وگړي هم ول .

د طالبانو يو تن وياند بيا ادعا کړې چې په دې نښتو کې ټول وژل شوي کسان ولسي وگړي دي، او په نيول شوو کسانو کې هم ډېرى کسان ولسي وگړي دي .

د وياند په وينا په دې عملياتو کې ايتلافي ځواکونو ته هم د سر او مال زيان اوښتى دى .
وياند وايي چې وسله والو کسانو د ايتلافي ځواکونو څلور هليکوپټرونه له منځه وړي دي .

خو د طالبانو دا ادعا بيا د ايتلافي ځواکونو له خوا نه ده تاييد شوې .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت