BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:42 گرينويچ 2008 ,08 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'په نورستان کې عمليات د حکمتيار په لټه کېدل'

نورستان
د نورستان والي تميم نورستاني وايي افغان پوځ د حکمتيار اودده د لوى قومندان کشمير خان د نيولو هڅه کوله .
د نورستان والي تميم نورستاني وايي افغان پوځ د حکمتيار اودده د لوى قومندان کشمير خان د نيولو هڅه کوله .

د هغو عملياتو چې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د تېرې يکشنبې په ورځ (د اپريل ٦) شوي ول، په اړه يې بېلابېل رپوټونه دي .

ښاغلى تميم وايي :'' زه دومره خبر يم چې د دواب په شوک کې بمبار شوی . د ملي اردو د کوماندو پوځيان پياده شوي . راپورونه داسې ووچې دلته کشمير خان او حکمتيار راغلي دي، خو په بمبار کې يو شمير کسان شهيدان شوي هم دي .''

خو د نورستان دوالي مرستيال عبد الحليم بي بي سي ته د ٣٠ کسانو د وژل کېدا پخلی کړی او ويلي يې دي چې ټپيان تر اوسه بې درملو پاتې دي .

دى وايي:'' ډېر زياتى شوی ، ٣٠ کسان وژل شوي ، دلته نه طالب و نه بل څوک . يو جومات هم له منځه تللی، ټپيان لا اوس هم په خورا بد حالت کې دي .''

خپله د دواب ولسوال ددې ولسوالۍ د شوک د کلي د ډېرو کورونو او د ګڼو کسانو د وژلو ادعا کوي .

قاري داود وايي دوى ته له وړاندې د عملياتو په اړه هيچ نه وو ويل شوي :

'' موږ يوازې په هوا کې الوتکې وليدې، چې شوک يي بمباراوۀ، ٢٨ کسان يې وژلي او ١٥ کورونه سوځېدلي دى. اته کسان ټپيان دي او د يوه ١٢ کلن هلک په گډون يې اته نور کسان هم ژوندي ورسره وړي دي .''

خو د افغانستان ددفاع وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه عمليات بر يالي بللي او ويلي يې دي چې يو شمېر وسلوال يې وژلي او نور يې ژوندي نيولي دي .

د دفاع وزارت مطبوعاتي مشر ډګروال ظاهر مراد بي بي سي ته وويل چې په بمبار کې هېڅ ولسي وګړی نه دى وژل شوی، خو پر ووينا يې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي .

ښاغلى مراد وايي :'' دښمن ته زيات زيان رسېدلی ډېر کسان يې دجګړې له ليکې وتلي . اووه کسان له خپلو وسلو سره نيول شوي دي . دافغان پوځ يو سرتېرى وژل شوی او اته نور ټپيان دي . خو په جګړه کې ولسي وگړو ته هېڅ مرگ ژوبله نه ده اوښتې .''

د يادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنيت مشر دواب ددولت له ولکې يوه وتلې ولسولۍ بللې وه .

د افغانستان په سوېل کې پوليسو او طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې

د کوکنارو پروړاندې مبارزه
څه موده وړاندې د افغانستان دولت اعلان کړى و په نظر کې لري چې له نشه يي توکو سره به په لسو نورو ولايتونو کې مبارزه پيل کړي .

د افغانستان په سوېل کې امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اووه تنه پوليس او پنځه کسه طالبان وژل شوي دي .

دغه چارواکي وايي چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې امنيتي پوليس وروسته له هغه د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلل کله چې د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې نشه يي توکيو په له منځه وړلو بوخت ول .

بل پلو په سوېلي هلمندولايت کې چارواکي وايي چې د سنگين په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د يوۀ ماين د چاودنې له کبله د پوليسو دوه افسران وژل شوي دي .

همدارنگه د غزني ولايت د لهستان دولتي ځواکونه وايي چې په نوموړې سيمه کې د پوځي سرتېرو يو گاډى د سړک له غاړې پر يوۀ ماين وخوت چې له امله يې سرتېري ټپيان شوي دي .

څه موده وړاندې د افغانستان دولت اعلان کړى و په نظر کې لري چې له نشه يي توکو سره به په لسو نورو ولايتونو کې مبارزه پيل کړي .

خو تراوسه د افغانستان دولت ١٣ ولايتونه له نشه يي توکيو پاک اعلان کړي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت