BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:29 گرينويچ 2008 ,17 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې بيا پربهرنيو ځواکونو بريد شوې

بهرني سرتېري په کندهار کې
په روانه اوونۍ کې دا درېيم ځل دى چې په سوېلي کندهار کې پر نړيوالو ځواکونو بمي بريدونه کېږي او مرګ ژوبله هم پکې ورته اوړي .
دافغانستان په سوېلي کندهار ولايت کې پر نړيوالو ځواکونو بيا هم بمي بريد شوى چې دافغان چارواکو په وينا يوشمېر يې ټپيان کړي دي .

دغه بمي بريد د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د سپين بولدک ولسوالۍ د قاضيانو هديرې په سيمه کې غرمه مهال په داسې حال کې شوى چې افغان او ناټو ځواکونه په ګډه ګزمه بوخت وو.

تېره ورځ (چارشنبې، د اپريل ١٦) هم په کندهار ولايت کې په يوه بمي چاودنه کې دناټو دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .

په روانه اوونۍ کې دا درېيم ځل دى چې په سوېلي کندهار کې پر نړيوالو ځواکونو بمي بريدونه کېږي او مرګ ژوبله هم پکې ورته اوړي .

د روانې اوونۍ په پېل کې بمي بريد د کندهار هوايي ډګرته څېرمه دوه برتانوي سرتېري ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل ، تېره ورځ دکندهار په ناارامه ولسوالۍ ژېړۍ کې په يوه بله بمي چاودنه کې دوه نړيوال سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .

خو د نننۍ چاودنې دقيقه مرګ ژوبله لا هم تراوسه نه ده معلومه او د کندهار د سرحدي لوا قومندان رازق خان وايي چې په چاودنه کې دوه کاناډايي سرتېري ټپيان شوي دي .

د تېر کال برخلاف سږ کال وسله والو طالبانو خپل جګړه ييز تاکتيک ته تر ډېره بريده تغيير ورکړى دى .

د ځانمرګو بريدونو پرځاى يې بمي چاودنې ډېرې کړې دي او بل لوري ته يې په داسې عملياتو لاس پورې کړى چې تېره ورځ يې هم دکندهار ښار په لوېديځ کې دلاسي بم دوه جلا جلا بريدونه وکړل او همدا راز يې دکندهار ښار په شمال کې دخوراکي توکو يو موټر په چاودنه وسوځاوه .

افغان چارواکي هم ځانونه بريالي بولي او وايي چې په کندهار کې له طالبانو سره د تړاو په تور يې درې کسان نيولي دي او د اروزګان امنيتي چارواکو بيا د ملا تورجان په نوم د طالبانو ديوه مشهوره قومندان د نيولو خبر ورکړ .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت