|
کندهار کې ځانمرگي مرگ ژوبله اړولې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سوېلي کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د يوه ځانمرګي بريد له کبله دسړک جوړونې د يوه شرکت دوه افغان امنيتي ساتونکي وژل شوي او درې نورټپيان دي . ځانمرګى بريد د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره د هود غره ته نېژدې شوى دى . په کندهار ولايت کې يوه امنيتي چارواکي چې د نامه له اخيستلو يې ډډه کړې ويلي چې دا چاودنه نن (سي شنبې، د اپريل ١٥) سهار د سپين بولدک ولسوالۍ د هود په سيمه کې شوى دى . د سړک جوړونې پر امنيتي ساتونکو ځانمرګي بريد افغان چارواکي په سيمه کې د بيارغنيزو کارونو د مخنيوي هڅه بولي . کندهار کې د امنيتي چارواکو پروينا په دې بريد کې دوه امنيتي ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي . بريد کوونکي پلې د پوليسو له کرولا ډوله موټر سره نېژدې خپل ځان چوولى دى . خو بل خوا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په دې ځانمرگي بريد کې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي . خبرپاڼه زياتوي چې ټپيان په سيمه کې نژدې روغتون ته وړل شوي دي . که څه هم په کندهار کې په روانه اوونۍ کې هره ورځ پوليس په نښه شوي او تېره ورځ په ارغنداب ولسوالي کې ١١ پوليس ووژل شول خو ځايي اوسېدونکي دسړک جوړونې پر کارکوونکو بريدونو اندېښمن کړي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه کاناډا دکندهار والي په اداري فساد تورن کړ15 اپريل, 2008 | خبرونه د پاک – افغان سرحدي پوليسو ترمنځ نښته شوې14 اپريل, 2008 | خبرونه په کندهار کې ١١ پوليس وژل شوي14 اپريل, 2008 | خبرونه کندهار کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي14 اپريل, 2008 | خبرونه کندهار کې '١٥ وسله وال طالبان' وژل شوي دي06 اپريل, 2008 | افغانستان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||