BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:10 گرينويچ 2008 ,06 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې '١٥ وسله وال طالبان' وژل شوي دي
وسله وال طالبان
د افغانستان ددفاع وزارت وايي په دې عملياتو کې څه اندازه وسله هم ددولت ځواکونو ته په لاس ورغلې ده .
د افغانستان ددفاع وزارت ويلي چې د دې هېواد په سوېل کې يې د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې ١٥ وسله وال طالبان وژلي دي .

د افغانستان ددفاع وزارت دغه علميات د کندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې له يوې اوونۍ راهيسې پيل کړي دي، چې موخه يې سيمه له وسله والوطالبانو څخه پاکول دي .

ددفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ شنبې (د اپريل ٥) ددې عملياتو په ترڅ کې د ژېړۍ ولسوالۍ د زرين خېلو په سيمه کې پنځه، او د ظفرخېلو په سيمه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

خو په دې اړه د طالبانو له خوا کوم غبرگون نه دى ښودل شوى .

ددفاع وزارت وايي په دې عملياتو کې څه اندازه وسله هم دولتي سرتېرو ته په لاس ورغلې ده .

د افغانستا ن په سوېل کې د کندهار ولايت هم يو له هغو نا امنه سيمو څخه دى چې هر وخت ترېنه د تاوتريخوالي خبرونه ورکول کېږي .

کندهار کې يو کاناډايى سرتېري وژل شوى

په افغانستان کې د ناټو مېشتو ځواکونو اعلان کړى چې د تېرې جمعې په ورځ يې په کندهار کې يو سرتېرى له ټپې کېدا وروسته مړ شوى دى .

ناټو وايي چې وژل شوى سرتېرى يې د کاناډا و، چې د سړک د غاړې د يوه ماين په چاونه کې د گزمې پرمهال ټپي او بيا مړ شو .

کاناډا د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې شاوخوا ١٥٠٠ سرتېري لري چې ډېرى يې په سوېلي ولايت کندهار کې مېشت دي .

د راپورونو له مخې، د روان ميلادي کال له پيله ددې وژل شوي کاناډايي سرتېري په گډون په افغانستان کې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره ٣٧ ته رسيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت