|
ناټوپرافغان ماموريت جوړه خوپرنورو مسالونه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو هيله لري چې په افغانستان کې د خپل ماموريت په تړاو بحثونو کې لا يووالى وښيي . فرانسې اوس داخبره يقيني کړې چي افغانستان ته به نور اووه يا اته سوه سرتيري ليږي . دغه سرتيري به د هيواد ختيځ ته ځي چې اوس امريکايي سرتيري په کې ځاى په ځاى دي . داچاره به امريکايي سرتيرو ته د ا شونتيا برابره کړې چې دکاناډايي عسکرو په ملاتړ کندهار کې ځاى په ځاى شي . خو بل پلو د امريکا ولسمشر جورج بوش ختيځ ته دشمالي اتلانتيک د تړون ناټو د پراخولو په هڅو کې له جدي خنډونو سره مخامخ شوى دى . درومانيا په پلازمېنه بخارست کې د ناټو د مشرانو د اوږدې ماښامنۍ څخه وروسته ، يونان د ناټو غړيتوب ته د مقدونيا له بلنې سره مخالفت وکړ . دوى پر دې هم بريالي نه شول چې خپل هغه اختلافونه هم ليرې کړي چې اوکرايين او گرجستان ته له ټلوالي سره د نژدې اړيکو وړانديز وشي او که نه . ښاغلى بوش بخارست ته راغى او څرگنده يې کړه چې د لومړني گام په توگه به ناټو ته د اوکراين او گرجستان د منلو په تړاو وړانديز وشي .
خو داسې ښکاري چې د دۀ پر هيلو د جرمني له خوا کلک گوزار وشو . د جرمني ټينگار دا و چې دا يو مناسب وخت نه دى چې ناټو ته د ختيځې اروپا د دغو دوو هيواودونو د منلو بهير پيل شي او وايي چې دغه کار به په نا اړينه توگه روسيه هم په غوسه کړي . گرجستان ټينگار کوي چې د روسيې غوښتنو ته پاملرنه په واقعيت کې دامانا لري چې د ټلوالي په انتخابونو کې کريميلين ته د رد يا ويتو حق ورکړل شي . گرجستان وايي همدې د ناټو مشران ديته اړ کړل چې په دې کې دوه زړه شي چې گرجستان او اوکرايين دې د ناټو په غړيتوب ومنل شي او که نه ؟ ښاغلي بوش د ناټو په غړيتوب د دريو نورو نويو هيوادونو د منلو په برخه کې هم له خنډونو سره مخامخ شو . البانيا او کراوشيا ته به د غړيتوب بلنه ورکړ شي ، خو مقدونيا ته نه چې يونان يې پر نوم جنجال لري . د ناټو دغې غونډې کې د شاوخوا شپيتو هيوادونو څخه درې زره استازي گډون لري . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو ښايي افغان ماموريت ته نور سرتيري ومومي02 اپريل, 2008 | خبرونه ناټو سرمشريزه: روسيه او امريکا جوړ نه دي01 اپريل, 2008 | نړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||