BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:16 گرينويچ 2008 ,01 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو سرمشريزه: روسيه او امريکا جوړ نه دي

ناټو سرمشريزه
د بخارست په غونډه کې روسيه او امريکا لږ تر لږه د افغانستان په برخه کې هم نظره سره ښکاري
د متحدو ايالاتو ولسمشر جورج بوش اوکراين ته ډاډ ورکړى دى چې د ناټو په تړون کې به يې د ورگډولو لپاره تر خپله وسه هڅه کوي .

په رومانيا کې د ناټو د سرمشريزې تر پيل وړاندې چې ښاغلى پوتين هم پکې گډون کوي ولسمشر بوش ويلي چې په دې برخه کې به روسيه د ويټو حق ونه لري .

خو د ناټو شته غړي د اوکراين او گورجستان پر ورگډولو سره يوه خولۀ نه دي .

په همدې ترڅ کې داسې ښکاري چې روسيه او امريکا لږ تر لږه د افغانستان په برخه کې سره گډ نظر لري .

د ناټو په سرمشريزه کې به په افغانستان کې د ناټو ماموريت يوه له مهمو مسالو څخه وي .

د مسکو اندېښنې

که څه هم دا يوه مثبته نخښه ده چې روسي ولسمشر ولادمير پوتين په بخارست کې د ناټو په سرمشريزه کې گډون ته چمتو شوى، خو د دغې ناستې په اجندا کې ځينې داسې مهمې مسالې شته چې مسکو اندېښمنوي .

تر ټولو لويه خبره پکې ختيځې اروپا ته د ناټو د غځېدا هڅه ده . ناټو گورجستان او اوکراين ته د رسمي پلان بلنه ورکوي چې بالاخر به د دغه تړون د غړيتوب لپاره لار ورته پرانيزي .

روسيه وار د مخه په دې باور ده چې د ١٩٩٠ مو کلونو راهيسې ناټو د ختيځې اروپا گڼو هېوادونو ته د غړيتوب په ورکولو ډېره ورنژدې شوې ده په دغو هېوادونو کې ځينې هغه هم دي چې د روسيې په پوله پراتۀ دي لکه د بالقانو هېوادونه .

د کرملين يوۀ وياند وويل روسيه د ناټو د پرانيستې ورۀ تگلاره نه مني او دا نظر يې رد کړ چې گواکې ناټو هغه ايتلاف دى چې نړۍ ته ديموکراسي ورولي .

داسې ښکاري چې د روسيې اندېښنو د ناټو ايتلاف سره وېشلى دى، جرمني له دې نظر سره مخالفت ښيي چې د سرمشريزې په پايڅوړ کې دې اوکراين او گورجستان ته د ورداخليدو زرغون څراغ ورکړل شي .

د افغانستان مساله

له همدې پلوه داسې نه ښکاري چې د ولسمشر بوش له کلک ملاتړ سره به هم دغه دوه هېوادونه لار ومومي .

خو د دواړو غاړو ترمنځ د افغانستان په برخه کې د جوړ جاړي ډېرې هيلې شته .

د ناټو په دغه سرمشريزه کې په افغانستان کې د دغه ايتلاف ماموريت يوه له مهمو مسالو ده چې ياديږي .

روسي مامورين وايي دوى چمتو دي چې د روسيې له لارې افغانستان ته ناپوځي توکو ته د ليږد اجازه ورکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت