|
ولسمشرکرزى بخارست ته روان شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر په بخارست کې د شمالي اتلانتيک ناټو د غړو هېوادونو په سرمشريزه کې د گډون په موخه نن سې شنبې (د اپرېل ١) له کابله رومانيې ته روان شو . په بخارست کې دغه سرمشريزه سبا د اپرېل په دوهمه نېټه پرانيستل کيږي او د جمعې تر ورځې به دوام ومومي . په افغانستان کې د امنيتي حالاتو جاج اخيستنه او په دغه هېواد کې د ناټو د ځواکونو زياتونه هغه څه دي چې په دې سرمشريزه کې به پرې تودې خبرې وشي . دا رنگه په افغانستان کې د ناټو سره د روسيې د همکارۍ په اړه به هم د سرمشريزې په ناسته کې بحث وشي . او داسې هم ويل کيږي چې د سرمشريزې د وروستۍ ورځې په ناسته کې به د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم برخه واخلي . افغان ولسمشر حامدکرزى به په بخارست کې د ناټو د سرمشريزې د گډون په ترڅ کې د افغانستان په اړه د ناټو د يو شمېر لوړ رتبه چارواکو غونډې سربېره''د اتلانتيک د سيمې د ځوانانو په سرمشريزه '' کې هم گډون وکړي، چې په افغانستان کې دوى د ناټو لپاره څه کولى شي ښاغلى کرزى به د خپل سفر په ترڅ کې د کاناډا له لومړي وزير سټېفن هارپر، د برتانيا له لومړي وزير گورډن براون، د يونان له لومړي وزير کانسټانډينوس ، د نېوزيلنډ له لومړي وزير جان پيټر، د ناټو له عمومي منشي ياپ دي هوپ شېفر، د رومانيا له ولسمشر ټرايان بسيسکو او يو شمېر نورو چارواکو سره دوه اړخيزه خبرې اترې وکړي . ولسمشر کرزى به د جمعې په ورځ له بخارست څخه د هنگري هېواد جمهوريت بوداپست ته په يوه ورځني سفر روان شي او هلته به ددې هېواد له ولسمشر لازيو سوليوم او يو شمېر نورو چارواکو سره وويني . دارنگه حامد کرزى به په بوداپست کې په اروپا کې د امنيت او همغږۍ سازمان له سرمنشي سره هم وگوري . د يادونې وړ ده چې له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردگ ، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار اسحاق نادري او د ولسمشر وياند همايون حميد زاده او يو شمېر نور افغان چارواکي هم ملگري دي . د افغانانو هيلې په داسې حال کې چې په بخارست کې د ناټو دغړو هېوادونو ناستې ته لا يوه ورځ پاتې ده، خو د دې سرمشريزې پايلو ته د افغانستان د خلکو هيلې او تمې مخ په زياتېدو دي . يو شمېر شنونکي وايي د ناټو د غړو هېوادونو په دې درې ورځنۍ ناسته کې چې د رومانيې په پلازمېنه بخارست کې جوړېدونکې ده، سيمه ييزې او نړيوالې تودې موضوعاگانې به په کې وڅېړل شي . د گرجستان او اوکراين هېوادونه هيله من دي چې په دې سرمشريزه کې به د ناټو غړيتوب تر لاسه کړي، تر دې وړاندې د ناټو د ځينو غړو هېوادونو له لوري له دې کار سره سخت مخالفت شوى دى . افغانستان چې دا مهال ددې تړون گڼ ځواکونه په کې د سولې او ټيکاو د راوستو او د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره مېشت دي، له دې سرمشريزې نه بېلابېلې هيلې لري، داسې ويل کيږي چې په دې هېواد کې د سولې او سم سمکي راوستنه او دې هېواد ته د ناټو د ډېرو ځواکونو استونه هغه څه دي چې د سرمشريزې ټولې خبرې به پرې راټولې وي . تر دې د مخه هغه هېوادونه چې نه يې غوښتل افغانستان ته زيات سرتېري واستوي او يا هم ددې هېواد سوېلي نا امنه سيمو ته يې د سرتېرو د ليږلو نه ډډه کوله، دا مهال يې افغانستان ته د زياتو ځواکونو د استولو ټټر وهلى . دا گام تر هغې وروسته پورته کيږي چې امريکا د ناټو د غړو هېوادونو د هڅونې لپاره اعلان وکړ چې خپل ٣٠٠٠ کسيز سمندري ځواک به د افغانستان سوېلي ولايتونو ته وليږي .
که د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرېدو خبره کوي، خو بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت د سولې او ټيکاو په راوستنه کې د ملي پوځ په پياوړتيا او غښتلتيا ټينگار لري، د دغه وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي چې ولسمشر کرزى به هم په سرمشريزه کې د همدغې غوښتنې نه پلو پورته کړي . دى وايي:'' د افغانستان اسلامي جمهوريت کومه تمه چې لري هغه دا ده چې د ملي پوځ د څومره والي او څرنگوالي باندې ډېر غور وشي چې په خپلواک ډول د دې جوگه شي چې د بهرنيو ځواکونو په ځاى کار وکړي . د افغان ولسمشر وينا به هم په همدغو خبرو راټوله وي . '' ډېر خلک د افغانستان په جغرافيايي چاپېرچل کې د ترهگرۍ پر وړاندې نړيوالو ته د شک په سترگه گوري او گڼې نيوکې هم پرې کوي، په ولسي جرگه کې د ننگرهار ولايت استازى فاروق ميړنى وايي چې د ناټو په سرمشريزه کې دې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې نور سيمه ييز هيوادونه هم په نښه شي . په دې سرمشريزې کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته هم بلنه ورکړل شوې ده . دا لومړى ځل دى چې د روسيې ولسمشر ته د ناټو په سرمشريزه کې بلنه ورکړل کيږي، او ښايي دا د ښاغلي پوتين لپاره وروستۍ سرمشريزه وي چې د خپل واک پر مهال په کې گډون کوي او تر ده وروسته به ديميتري مدويدوف د کريملين واگې تر لاسه کړي . داسې اټکل کيږي چې پوتين او د هغه امريکايى سيال به د افغانستان په شمالي سيمو کې د لوژيستيکي لېږد رالېږد په اړه هم خبرې اترې وکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||