|
ناټو ښايي افغان ماموريت ته نور سرتيري ومومي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
داسې هيلې دي چې په بخارست کې به د ناټو په سرمشريزه کې دغه ايتلاف د افغانستان لپاره ځان اوږدۀ مهال ته ژمن کړي او ځينې نور سرتيري به هم افغان ماموريت ته ومني . د ناټو مشران به له دې سرمشريزې څخه په گټې اخيستو يو وار بيا ووايي چې ولې دغه ايتلاف په افغانستان کې دى ، هلته څه تر اوسه لاس ته ورغلي او کومو خبرو ته لا هم اړتيا شته ده . که څه هم په افغانستان کې له پنځه کلن ماموريته وروسته دغه ډول څرگندونې ښايي عجيبې ښکاره شي خو داسې احساسيږي چې دغه ډول گام ځکه پکار دى چې د ناټو په گڼو هيوادونو کې د دغه ماموريت په وړاندې د عام ولس کميدونکى ملاتړ بيرته پياوړى کړي . دغه هيله هم شته چې وروستى بيان به پر دې هم ټينگار کوي چې افغانان بايد پخپله مخکښه رول ولري . دغه راز به د نړيوالې ټولنې د هلو ځلو په برخه کې د پوځي اړخ څخه پرته د سياسي او د بيا رغاونې د ونډې اهميت هم په ډاگه کيږي . د دغې سرمشريزې چاپيريال ښايي په دې خبره ښه شي چې د فرانسې او ځينو نورو له خوا به افغانستان ته د اضافي سرتيرو وړانديز وشي . دا کار به لږ تر لږه د اوس لپاره د هغو نيوکو خولۀ وتړي چې په ايتلاف کې دننه ځينو ويل چې ځينې ملاتړي د بار او زور په وېش کې سره مساوي برخه نه اخلي . خو بيا به هم دغه نيوکه پر همدې ځاى پاى ته ونه رسيږي . په دغه ايتلاف کې دننه د عملياتو پر څه ډول والي باندې لا هم اختلاف شته په دې برخه کې هم توپيرونه شته چې څومره ځواک دې دغه ايتلاف بايد وکاروي او يا دا چې ځينې هيوادونه دې نور سرتيري وليږي که نه او که يې ليږي نو د هغوى د کار په برخه کې دې محدوديتونه وي که نه . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو سرمشريزه: روسيه او امريکا جوړ نه دي01 اپريل, 2008 | نړۍ امريکا:داسامه دلټون په هيله عمليات کوو27 مارچ, 2008 | نړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||