|
امريکا:داسامه دلټون په هيله عمليات کوو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
امريکايي ځواکونو دافغانستان پولې ته څيرمه په قبايلي سيمو کې د القاعدې دجنگيا لوپه وړاندې عمليات له دې انديښنو وروسته ګړندي کړل چې ښايي په راتلونکي کې د اسلام اباد له خوا امريکا سره مرستې لږې شي. واشنگټن پوسټ د ناڅرگندو امريکايى چارواکو له خولې خبر ورکړى چې واشنگټن د القاعده شبکې ته ډير زيان رسول غواړى ځکه چې ولسمشر پرويز مشرف به په راتلونکو مياشتو کې د زياتو مرستو د ترسره کولو جوگه نه وي. پرويز مشرف چې د القاعدې او طالبانو پر ضد مبارزه کې د امريکا کلک ملګرى پاتې شوى دى په ټوليز توگه د دغسې بريدونو ملاتړ کوي خوويل کيږي چې په تير يوه کال کې د پرويز مشرف ملاتړ ډير کم شوى دى. د راپورونو له مخې په تيرو ٢ مياشتو کې امريکايي الوتکو د پاکستان په قبايلي سيمو کې د القاعدې د شکمنو کسانو پر مرکزونو ٣ بريدونه کړي دي. د امريکايي چارواکو له خولې ويل شوي دي چې د بريدونو په پايله کې ٤٥ عربان، افغان او نور بهرني وگړي افغان پولې ته نژدې پاکستاني سيمو کې وژل شوي دي . امريکايي او پاکستاني چارواکو په رسمي توگه په پاکستاني سيمو کې د امريکايي توغنديو بريدونه تائيد کړي نه دي چې قبايل او مخالفې ډلې دغه ډول بريدونه د پاکستان په خپلواکۍ کې لاسوهنه ګڼى. ويل کيږي چې د القاعدې ګڼ شمير غړي ، چې پکې ازبک او عربان او طالبان شامل دي ، په سوېلي او شمالي وزيرستان کې پټ شوي دي . دا کسان په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د٢٠٠١ کال له پوځى عملياتو وروسته پاکستان ته ننوتل او ځانته يې پناځايونه جوړ کړل . راپور د يو امريکايى حکومتي چارواکي له خولې ويلي دي چې د بريدونو هدف يوازې دا نه دي چې د د٢٠٠٩ کال دجنورۍ په مياشت کې د ولسمشر بوُش د واک دموده له پايته رسيدو وړاندې اسامه بن لادن ونيول شي . بلکې د اسامه بن لادن په گډون د القاعدې د هغومشرانو په اړه د مالوماتو ترلاسه کول دي چې ويل کيږي په قبايلي سيمو کې پټ دي . د نامالومه چارواکي له قوله وويل شول که چيرې د اسامه او نورو مشرانو په اړه معلومات ترلاسه شول نو د نيولو يا وژلو هڅه به يې وکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه بوش: له عراقه د ځواکونو ويستل نه غواړو27 فبروري, 2008 | نړۍ اوباما په وايومينگ ايالت کې کلينټن ته ماتې ورکړه09 مارچ, 2008 | نړۍ دکابل ځانمرگي ٦ تنه ملکي کسان ووژل13 مارچ, 2008 | نړۍ د امريکا يوه لوى پوځي قومندان استعفا ورکړه12 مارچ, 2008 | نړۍ مسيسيبي ايالت کې اوباما يوگام مخکې دى12 مارچ, 2008 | نړۍ سويس کانال کې امريکايي کښتۍ يومصرى وواژه25 مارچ, 2008 | نړۍ د امريكا د ولسمشرۍ كانديدان اوله عراقه پوځيان ويستل26 مارچ, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||