BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:17 گرينويچ 2008 ,13 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دکابل ځانمرگي ٦ تنه ملکي کسان ووژل

ځانمرگى بريد
په بريد کې ځانمرگي له يو کرولا ډوله موټر څخه گټه اخيستې او هوايي ډگر ته څېرمه د ناټو ځواکونو له کتار سره يې جنگولى دى.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ځانمرگي بريد لږترلږه شپږ تنه ولسي خلک وژلي او له ١٥ ډير نور يې ژوبل کړي دي .

دغه پيښه د کابل هوايي ډگره ته پر غځيدلي سړک هغه مهال وشوه چې د ناټو د ځواکونو يو کاروان له سيمې څخه تېرېده.

دافغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکو په دغه پېښه کې د شپږ تنو د مړينې او د ١٥تنو نورو د ټپي کېدو خبره وکړه او وېويل چې د ناټوځواکونو ته پکې زيان نه دى اووښتى.

خو هغو کسانو چې پيښه ليدلې ده وايي چې په ژوبل شويو کسانو کې بهرنيان هم شامل وو.تراوسه پورې ددغې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې:

عبدالله ستانکزى له کابله نور جزييات راکوي:

دغه ځانمرگى بريد سهار اته بجې هغه وخت رامنځته شو چې د ناټو ځواکونو کتار له عمومي واټ څخه د کابل د هوايي ډگر پر لور روان شو.

دغه سړک چې زياتره يې ناټو ځواکونه او د امريکا د سفارت کارکونکي کاروي دا ډول پېښې رامنځته کيدل نوې خبره نه ده او زياتره په نښه شوي کسان پکې بهرنيان وي.

په بريد کې ځانمرگي له يو کرولا ډوله موټر څخه گټه اخيستې او هوايي ډگر ته څېرمه د ناټو ځواکونو له کتار سره يې جنگولى دى.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال منيرمنگل وايي د بريد اصلي قربانيان ولسي خلک و.

افغان امنيتي چارواکي په دغه بريد کې د بهرنيو ځواکونو مرگ ژوبله نه مني خو عيني شاهدان بيا په پېښه کې د بهرنيانو د مرگ ژوبلې خبره هم کوي:

په دې وروستيو مياشتو کې د کابل امنيتي حالت په پرتليز ډول ارامه ښکاري چې د کورنيو چارو وزارت يې د امنيتي کسانو پياوړتيا بولي.

خو له بلې خوا طالبانو دډيرو بريدونو گواښ کړى دى چې ملکي خلک يې په يو لړ امنيتي انديښنو کې اچولي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت