BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:59 گرينويچ 2008 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې پر ناټو پوځيانو ځانمرگى شوى
ناټوځواکونه په کندهار کې
سيمه د افغان او بهرينو ځواکونو لخوا کلابنده شوې او عام خلک د پېښې ځاى ته نژدې نه پرېږدي .
د افغانستان د سوېلي کندهار ولايت په ختيځ کې د ناټو ترمشرۍ لاندې پر کاناډايي ځواکونو ځانمرگى بريد شوى، چې له امله يې يو ولسي وگړى وژل شوى .

په کندهار کې چارواکي وايي چې په دغه ځانمرگي کې د ناټو ددوو سرتېرو په گډون دوه نور ولسي وگړي هم ټپيان شوي دي .

دغه ځانمرگى بريد نن ( چارشنبه د مارچ ١٢) سهار شاوخوا لس بجې د کندهار په خواجک بابا سيمه کې هغه وخت وشو، کله چې د کاناډايي ځواکونو د گزمې کتار له سيمې څخه تېرېدۀ .

وسله والو طالبانو ددغه ځانمرگي بريد پړه پرخپله غاړه اخيستې ده .

خو بل خوا د ناټو او کاناډا ځواکونو تراوسه ددې پېښې په اړه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده .

دغه پېښه يوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې د ملگروملتونو د سازمان عمومي منشي په افغانستان کې د تاوتريخوالي د ډېرو په اړه اندېښنه څرگنده کړې وه .

بان کي مون په خپل وروستي راپور کې د ملگرو ملتونو د امنيت شورى ته ويلي وو چې اوس په افغانستان کې وسله وال طالبان د عراق په څېر د سړک د غاړې د بمونو خښول، ځانمرگي بريدونه او انسان تښتونې پيل کړې دي .

همداشان راپور زياتوي چې د تاوتريخوالي دا ډول پېښې تر ډېره بريده د افغانستان په سوېلي او ختيځو سيمو کې د پاکستان پولې ته څېرمه ترسره کېږي .

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې يوځل بيا د هوا په گرمېدو سره ددغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې تاوتريخوالى پيل شوى دى .

د ملگرو ملتونو سازمان وايي چې تېر کال په افغانستان کې د تاوتريخوالي په ترڅ کې شاوخوا اته زره ولسي وگړي وژل شوي دي .

څه باندې يوه مياشت وړاندې هم د سپين بولدک په وېش بازار کې يوه ځانمرگي بريد ٣٥ کسان او همداشان دغه ښار ته نژدې د باغ پول په سيمه کې د يوه بل ځانمرگي بريد له امله تر ١٠٠ زيات کسان وژل شوي ول .

ورسره تړلي نور خبرونه
کندهار کې د روشن پايه سوځول شوې
02 مارچ, 2008 | افغانستان
کندهار ښار کې بيا ځانمرگى شوى
19 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت