BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:48 گرينويچ 2008 ,19 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار ښار کې بيا ځانمرگى شوى
کندهار
په کندهار کې د روانې اوونۍ له پيله دغه درېيم ځانمرگى بريد دى چې زياتره قربانيان يې ملکي وگړي دي .
نن د سې شنبې په ورځ (فبرورۍ ١٩) ماپښين شاوخوا يوه نيمه بجه د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اړونده 'خوجک بابا' سيمه کې د افغان پوليسو پر يوه موټر ځانمرگى بريد وشو .

د کندهار چارواکي وايي په دغه بريد کې يو پر موټرسايکل سپور ولسي وگړى وژل شوى او څلور تنه نور ټپيان شوي دي .

په سيمه کې پوليس وايي کله چې ځانمرگي ته د پوليسو 'رنجر' موټر ور نژدې شول نو هغه خپل ځان وچووۀ .

ددوى پروينا پوليسو ته په دغه پېښه کې هېځ زيان نه دى رسېدلى .

له چاودنې وروسته ټپيان روغتون ته يوړل شول .

د سيمې خلکو پروينا پېښې ته نژدې يوه ودانۍ ويجاړه شوې او د شاوخوا دوکانونو ښيښې هم ماتې شوې دي .

ددغې پېښې پړه لاتراوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې .

دا له تېرې شنبې راهيسې په کندهار کې درېيم ځانمرگى بريد دى چې پکې گڼ شمېر ولسي وگړي وژل کېږي .

پرون ددوشنبې په ورځ د سپين بولدک په وېش بازار کې د يوه ځانمرگي بريد له امله ٣٥ ملکي خلک ووژل شول او په همدې شمېر ټپيان شول .

همداشان وړمه ورځ د کندهار ښار ته نژدې د باغ پول سيمه هم د ځانمرگي بريد شاهده وه، چې د پوليسو په گډون پکې تر ١٠٠ زيات کسان ووژل شول او په همدې شمېره يې ټپيان پرېښودل .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت