BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:59 گرينويچ 2008 ,18 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندهار سپين بولدک ځانمرگي ٣٥ کسان ووژل
تازه خبر
په روانه اوونۍ په کندهارکې دغه دويم ځانمرگى بريد دى چې گڼ شمېر ملکي خلک پکې وژل کېږي .
د کندهار ولايت سپين بولدک په وېش بازار کې يوه ځانمرگي بريد شاوخوا ٣٥ کسان ووژل او د ناټوځواکونو ددرېيو سرتېرو په گډون يې لس گونه نور ولسي وگړي ټپيان کړل .

د کندهار په ولايت کې دغه دويم ځانمرگى بريد دى، چې پکې گڼ شمېر ملکي خلک وژل کېږي .

د افغانستان د کورنيو چارو وياند زمرى بشري د لومړنيو رپوټونو پر بنسټ بي بي سي ته وويل په دغه ځانمرگي بريد کې د مړيو شمېره تر ٣٠ کسانو اوښتې ده او شاوخوا ٢٠ کسان پکې ټپيان شوي دي .

خو عيني شاهدان وايي ښايي ددغې زورورې چاودنې د قربانيانو شمېره لانوره هم زياته شي .

ددغه ځانمرگي بريد ډېرى شمېر قربانيان ولسي وگړي ښودل شوي دي .

د کورنيو چارو وزارت پر وينا دغه ځانمرگى بريد د سپين بولدک په وېش بازار کې د بهرنيو کاناډايي ځواکونو د تېرېدو پرمهال شوى دى .

د افغانستان په سويل کې کندهار يو له هغو ناامنه ولايتونو څخه دى چې هر وخت پکې بمي چاودنې او ځانمرگي بريدونه کيږي .

د کندهار والي اسدالله خالد په يوه خبري غونډه کې وويل د وروستيو څېړنو له مخې د پروني ځانمرگي بريد د مړيو شمېره تر ١٠٠ کسانو څخه اوړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى
07 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت