|
د کندهارځانمرگى او د نړيوالوغبرگون | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پرون يکشنبې ورځې (سلواغې ٢٨) ځانمرگي بريد قربانيانو خاورو ته سپارلو مراسم نن دوشنبه په کندهار کې ترسره شول . د کندهار والي اسدالله خالد په يوه خبري غونډه کې وويل د وروستيو څېړنو له مخې د يکشنبې په ځانمرگي بريد کې د مريو شمېره تر ١٠٠ واوښته . دغه ځانمرګى بريد د کندهار ښار د 'باغ پول' په سيمه کې د سپيو جنګولو په يوه مېله کې رامنځته شو . په سيمه کې عيني شاهدان وايي چاودنه هغه وخت وشوه، چې په لس گونو کسانو د سپو د جنگولو مېلې تماشا کوله . د چارواکو پروينا، د پېښې ځاى ته گڼ شمېر پوليس لېږل شوي، چې ټپيان د پېښې له ځايه روغتون ته نقل کړي . په کندهارکې د بي بې سي خبريال د پېښې ځاى ته نژدې يوه روغتون ته ورغلى او وايي چې په دغه روغتون کې نژدې پنځوسو ټپيانو جسدونه ليدل کيږي . د باغ پول په سيمه کې د سپيو جنگولو مېلې پر ځاى اوس د کابو ١٠٠ کسانو مړي پراته دي . نړيوال غبرگون د افغانستان په کندهار ولايت کې د يکشنبې ورځې (دسلواغې ٢٨) ځانمرگي بريد، چې تر ١٠٠ زيات خلک پکې ووژل شول، د نړيوالو لخوا وغندل شو .
د فرانسې ولسمشر او د برتانيې د بهرنيوچارو وزير دغه بريد سخت غندي او د ملگرو ملتونو عمومي منشي هم دغه بريد يوه تراژيدي بولي . د طالبان د رژيم له ړنگېدو وروسته په افغانستان کې د کندهارښار ته نژدې دغه ترټولو هغو ستر خونړى بريد و . په دغه بريد کې تر ١٠٠ زيات کسان ووژل شول او په لس گونو نور ټپيان شول . له بريد وروسته د کندهار والي په يوه خبري ناسته کې ددغه بريد پړه د وسله والو طالبانو پر غاړه واچوله، خو طالبانو يې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى . د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزي وويل په کندهار کې دغه ځانمرگى بريدهېڅکله زموږ له خپلو ارادو نه نشي اړولى، دده پر وينا، فرانسه او نړيواله ټولنه به د افغانستان له دولت سره د سولې او ټيکاو په راوستلو کې هېڅ ډول مرسته ونه سپموي .
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پر بې دفاع خلکو دا رنګه کړنې په هېڅ دليل توجيه کېدای نشي . په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې:'' د کندهار دغه ځانمرگى بريد په افغانستان کې د ناامنۍ د تراژېدۍ يوځل بيا په زړۀ کول دي . د افغانستان دولت هڅه کوي په دغه هېواد کې له ډېروکلونو جگړې وروسته د بيارغاونې چارې ترسره کړي .'' په دې وروستيو کې د کندهار ولايت په گډون د افغانستان سويلي سيمې د ناامنيو او تاوتريخوالي شاهدې دي . تېره اوونۍ هم د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې ددغه ولايت والي له يو وسله وال بريد جوړ راووت، چې پکې يو کس ووژل شو او يو بل ټپي شو . ددغه بريد پړه لا تراوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې . د افغانستان په سويل کې کندهار يو له هغو ناامنه ولايتونو څخه دى چې هر وخت پکې بمي چاودنې او ځانمرگي بريدونه کيږي . تېره اوونۍ د کندهار والي په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې له يوه بمي بريد روغ راووت خو يو کس پکې ووژل شو او يو بل ټپي شو. | ورسره تړلي نور خبرونه د خوست بمي چاودنې دوه افغان سرتېري وژلي12 فبروري, 2008 | افغانستان د گرشک بمي چاودنې پنځه ولسي وگړي وژلي05 فبروري, 2008 | افغانستان نيمروزکې طالبانو پوليس وژلي دي15 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||