|
د گرشک بمي چاودنې پنځه ولسي وگړي وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې دسړك د غاړې يوې بمي چاودنې پنځه تنه ولسي وګړي وژلي او يو بل تن يې ټپي كړى دى. چارواكي وايي د ولسي وګړو د سپرلۍ دغه موټر له سنګين ولسوالۍ څخه مركز لښكرګاه ته په لار وو چې ماين ورباندې وچاودېد. تراوسه په دې اړه معلومات نشته چې دغه ماين د چا لخوا ښخ شوى خو پر دغه لاره چې كله ناكله د پوليسو يا بهرنيو ځواكونو كوم موټر پرماين الوزي پړه يې وسله وال طالبان پرغاړه اخلي. چارواكي وايي په پنځو وژل شوو ولسي وګړو كې يوه مېرمن او يوه كوچنۍ نجلۍ هم شامل دي. د هلمندامنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال بي بي سي ته وويل چاودنه د ګرشك ولسوالۍ په حيدراباد سيمه كې پرهغه ګاډي وشوه چې له سنګين ولسوالۍ څخه د هلمند مركز لښكرګاه ته يې شپږ تنه سپرلۍ راوړلې. هغۀ وويل چې د چاودنې په پايله كې پنځه تنه ولسي وګړي ځاى پرځاى ووژل شول او يو تن ټپي شو. نوموړى چارواكى ددغۀ پېښې پړه دسولي او هېواد د دښمنانو پر غاړه واچوله. كه څه هم ددغه چاودنې پړه تر اوسه كومې ډلې پرغاړه نه ده اخيستې. خو يو شمېرځايي خلك په دې اند دي چې دغه ماين به د افغان يا بهرنيو ځواكونو لپاره د وسله والو طالبانو لخوا ښخ شوى وي چې د تمې برخلاف د ولسي وګړو ګاډى ورباندې برابرشو. يوۀ عيني شاهد هدايت الله وويل چې پر دغه لار وسله وال طالبان د افغان يا بهرنيو ځواکونو گاډو ته ماينونه ښخوي. كه دغه خبره رښتيا وي نو په هلمند ولايت كې به دا څووم ځل وي چې كورنيو يا بهرنيو سرتېروته پر ښخ شوو ماينونو ولسي وګړي برابريږي او د سر زيان ويني. شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د هلمند د مركز لښكرګاه په بولان سيمه كې د ولسي وګړو يو موټر پرماين ختلى وو چې په پايله كې يې درې کسان ولسي وګړي وژل شوي ول. | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندوال: بهرنيو ځواکونو يو بې گناه سړى وواژۀ04 فبروري, 2008 | افغانستان طالبانو دوه افغان سړک جوړونکي وژلي21 جنوري, 2008 | افغانستان په گرشک کې ځانمرگي ٢٦ ووژل10 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||