BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:54 گرينويچ 2008 ,21 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبانو دوه افغان سړک جوړونکي وژلي
د برتانيې د دفاع وزارت تاييد کړې چې ٦ سرتېرو ته يې په هلمند کې مرگ ژوبله اوښتي
د برتانيې د دفاع وزارت تاييد کړې چې ٦ سرتېرو ته يې په هلمند کې مرگ ژوبله اوښتي ده
د افغانستان په سويل کې په بېلابېلو پېښو کې د تازه تاوتريخوالي په ترڅ کې گڼ کسان وژل شوي، چې د ناټو يو سرتېرى او د زابل ولايت د ملي پخلاينې د چارو مشر هم پکې دي.

په زابل کې امنيتي چارواکي وايي د ملي پخلاينې د چارو ولايتي مشر عبد القيوم مجددي هغه مهال ووژل شو چې وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې.

د پېښې دقيق جزيات تر اوسه نه دي په ډاگه شوي.

د زابل د والي وياند گلاب شاه علي خېل وويل ښاغلى مجددي د بې پروايۍ لامله وژل شوى ځکه وايي څوک يې نه و خبر کړي چې دى سيمې ته وځي.

دى لومړى نادرکه شوى او وروسته يې مړى دزابل مركز كلات ښار ته څېرمه دكاكړانو له چينې سره موندل شوى دى.

دده موټر چلوونكى او امنيتي ساتونكى لا اوس هم ورك دي.

دالومړى ځل دى چې دملي پخلاينې يولوړ پوړى چارواكى وژل كېږي. د دۀ د وژلو پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو چارواکي يې پړه د 'وطن پر دښمنانو' اچوي – هغه اصطلاح چې د حکومت لخوا عموما د وسله والو طالبانو لپاره کارول کېږي.

د کابل کندهار لويې لارې تر ټولو نااامنه سيمه زابل ده چې پکې په تېر کال کې گڼ انجينران، د نادولتي موسسو او حکومتي کار کوونکي تښتول شوي او وژل شوي.

د ملي پخلاينې کمېسيون چې په ډېرى ولايتونو کې خپلې ولايتي څانگې او مشران لري غواړي د حکومت وسله وال مخالفين پخلا کړي او د جگړې پرېښودلو ته يې وهڅوي.

بلخوا د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي په سويل کې يې يو سرتېرى د سړک د غاړې په يوه چاودوه کې وژل شوى او پنځۀ نور ټپيان شوي دي. د ناټو ځواکونو يوې خبرپاڼې يوازې دومره ويلي چې سرتېرو ته يې په سويل کې هغه مهال مرگ ژوبله ور اوښتي چې گاډى پرلاره پر بم ختلى.

خو د برتانيې د دفاع وزارت ويلي چې دغه مرگ ژوبله د دوى سرتېرو ته په هلمند کې اوښتي. برتانيا په هلمند کې شاوخوا ٧٠٠٠ سرتېري لري چې له طالبانو سره د جگړې پر چارو بوخت دي.

په روانه مياشت کې تر لسو زيات بهرني سرتېري په افغانستان کې په جگړه کې وژل شوي دي.

په هلمند کې په يوه بله پېښه کې د سړک دوه جوړوونکي د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوي دي. د هلمند د پوليسو مشر حسين انډيوال وايي د وسله والو طالبانو يوې لويې ډلې د گرشک ولسوالۍ په حيدر اباد سيمه کې پر سړک جوړوونکو بريد وکړ. دۀ زياته کړه چې بريد کوونکو د سړک جوړونې شرکت ١٣ گاډي هم سوځولي دي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نارامه ولايت دى چې په تېرو څو کلونو کې په زياتېدونکي توگه د وسله والو طالبانو د بريدونو شاهد دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت