|
هلمندوال: بهرنيو ځواکونو يو بې گناه سړى وواژۀ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سويلي ولايت هلمندپه مركز لښكرګاه کې د يوۀ كلي ځايي خلك وايي چې تېره شپه يې بهرنيو ځواكونو پركور يرغل کړى يو تن يې ور وژلى دى او يوه اووه كلنه نجلۍ يې ټپي كړې ده. كه څه هم ځايي خلكو وژل شوى كس بې ګناه بللى خو په هلمندكې د بهرنيو ځواكونو يوۀ وياند وويل چې ددوى لخوا وژل شوى تن له وسله والو طالبانو سره اړيكه درلوده. په هلمند ولايت كې ځايي خلك وايي چې په دې وروستيو كې د ولسي خلكو پركورونو د بهرنيو ځواكونو لخوا د شپې مهال يرغلونه ډېرشوي دي. د وژل شوي کس عبدالغفار ورور حاجي نوراحمدبي بي سي ته دغه پېښه داسې بيان کړه: ددغه كور شاوخوا ګڼ كسان راټول شوي ول. دوى په يوۀ خولۀ له حكومت څخه غوښتنه درلوده چې د بهرنيو ځواكونو ددغسې خپلسرو عملياتو مخه دې ونيسي. د مولوي محمدحنيف په نامه يوۀ تن غوښتنه وكړه چې بايد يوځل مجرم معلوم شي او بياسزا وركړل شي. ښاغلي حنيف وويل:'' زه وايم چې زموږ په سيمه کې بايد قاچاق وړونكي، القاعده اوهر څوك چې حكومت ور باندې شك لري يوځل ونيول شي. حکومت دې پلټني وكړي او بيا دې سزا وركړي كه نه نو دغسې حالت سړى نشي زغملاى.''
په هلمند ولايت كې د بهرنيو ځواكونو يوۀ وياند سايمن ملير مني چې تېره شپه يې د لښكرګاه په ساپيانو سيمه كې پريوۀ كور يرغل وروړى او هلته يې يو كس وژلى دى. نوموړي وياند وژل شوى كس د وسله والوطالبانو ملګرى وبالۀ، خو داووه كلنې نجلۍ د ټپي كېدو په اړه يې ناخبري وښووله. د هلمند ځايي چارواكي وايي چې په دې اړه به پلټني كوي. په هلمند ولايت كې دا لومړى ځل نه دى چې بهرني سرتېري پركورونو يرغل ور وړي. د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې ددوى په ولسوالۍكې د بهرنيو ځواكونو له دغسې عملياتو څخه ډېرې كورنۍ كډوالې شوې دي. كه څه هم نړيوال ځواكونه وايي چې دوى خپل عمليات ددقيقو معلوماتو پربنسټ ترسره كوي. خو ډېرى كسان وايي چې زياتره ددغسې عملياتوقربانيان ولسي خلك دي | ورسره تړلي نور خبرونه هلمند کې ١٩ کسان ووژل شول03 فبروري, 2006 | خبرونه په هلمند کې نښتې لا هم روانې دي 04 فبروري, 2006 | خبرونه له ترهگرۍ سره د سپو جگړه06 مۍ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||