BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:00 گرينويچ 2006 ,03 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند کې ١٩ کسان ووژل شول
هلمند
جگړه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې چې سيمې ته برتانوي پوځيان روان دي
افغان چارواکي وايي د افغانستان په جنوب کې د طالب ياغيانو او پوليسو تر منځ په پيل شوې جگړه کې لږ لږه ١٩ کسان وژل شوي دي.

د هلمند مرستيال والي ، ملا مير بي بي سي ته وويل دى د پوليسو په هغه کتار کې وه چې بريد لاندې راغى، د پوليسو کومکي ځواکونه چې د لومړنۍ نښتې ځاى ته ورتله د بريد کوونکو له کمين سره مخامخ شول. هغه وويل په وژل شوو کسانو کې ١٦ اورپکي او درې د افغان پوليسو غړي دي.

ريپوټونه وايي چې سخته جگړه لا هم روانه ده. دا په څو مياشتو کې تر ټولو سخته جگړه بلل شوې دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په راتلونکو څو مياشتو کې څه باندې درې زره بريتانوي پوځيان په هلمند ولايت کې ځاى په ځاى شي. يو لومړنى ځواک لا له وړاندې په سيمه کې دى چې د نورو پوځيانو ځاى په ځاى کېدو ته تيارى ونيسي.

د دوى مشر ډگروال گوردن مسېنجر ويلي چې ځانمرگي برېدونه به له ځايي خلکو سره د بريتانوي پوځيانو د راشه درشې مخه ونه نيسي.

په عراق کې د ويرې اچولو لپاره د ځان مرگو بريدونو اغيز ليدو وروسته طالبان اوس په هم غاړي توگه هڅه کوي چې ورته تاکتيک په افغانستان کې هم وکاروي. په تېرو څو مياشتو کې داسې ورته بريدونه شوي دي.

تيره اونۍ په کندهار کې يوۀ موټر کې چاوديدونکي مواد ونيول شول چې د کندهار د هواي ډگر په لور وړل کيدل، دا هغه هوايي ميدان دى چې برتانوي پوځيان به له همدې لارې سيمې ته ورځي. د پوځيانو د ځاى په ځاى کولو د ترتيباتو مسول، گورډن مسينجر، ويلي دي چې په داسې حالت کې د خطرونو په اړه بې تفاوته پاتې کېدل به سم نه وي.

ده وويل مونږ د افغانستان په جنوب کې خطرونو څخه خبر يو خو دې ته ژمن يو چې دخپل عنعنوي ځواک په وسيله، د ځان مرگو خطرونو سره سره سيمه ايزه خلکو کې ملگري پيداکړو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت