|
په هلمند کې نښتې لا هم روانې دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې چارواکي وايي په سويلي ولايت هلمند کې په دويمه پرله پسې ورځ نښتي روانې دي او دوو نورو ولسواليو ته هم غځيدلې دي . دغلته لږ تر لږه ٢٥ کسان تر اوسه پورې په نښتو کې وژل شوي دي . په وروستيو وروستيو قربانيانو کې د مشکوکو طالب اورپکو له خوا د شنبه په ورځ ( د سلواغې ١٥ د فبروري ٤ ) په يوۀ جلا بريد کې يو ولسوال او پوليس وژل شوي دي . د رپورټونو ترمخه اوس باغيان شمال پلو د ارزگان ولايت پولو ته خوځيږي چې غرنۍ سيمه ده . افغان پوليسو په سيمه کې کلي پلټي او ځايي خلک د رپورټونو ترمخه له سيمې تښتي . د امريکا په مشرۍ کې د ايتلافي ځواکونو الوتکو او مځکنيو ځواکونو ته د افغان سرتيرو د ملاتړ بلنه ورکړل شوه . له کابل څخه د بي بي سي خبريال کهترين ديوس په خپل رپوټ کې ليکي ، مامورين وايي نښتې د هلمند ولايت په دوو نورو ولسواليو کې شوې دي . دوى وايي طالب باغيانو د جمعې په شپه پر يوۀ دولتي دفتر بريد وکړ او ولسوال يې وواژه . څو ساعته وروسته بيا په يوې گاونډۍ ولسوالۍ کې يو پوليس ووژل شو . پوليس په نژدې کليو کې مشکوک طالبان پسې غواړي . ويل شوي چې باغيان اوس شمال پلو د ارزگان ولايت پولو ته خوځي ، دا يوه ليرې پرته ، غرنۍ او تر ډيره ځايه پکې امنيت نشته . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمند کې ١٩ کسان ووژل شول03 فبروري, 2006 | خبرونه په زرگونو برتانوي سرتيري هلمند ته ځي26 جنوري, 2006 | خبرونه په هلمند کې طالبانو ٩ پوليس وژلي دي22 اکتوبر, 2005 | خبرونه په هلمند کې هم طالبانو وژنې کړي04 سپتمبر, 2005 | خبرونه طالبانو په هلمند کې درى ملکي وگړې وژلي12 اگست, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||