 |  د هلمند په ولايت کې د طالبانو بريدونه په دې وروستيو کې لږ شوي وو . | د افغانستان د هلمند ولايت په دېشو ولسوالۍ کې چې د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرته ده د طالب اورپکو په يوۀ بريد کې پنځه کسان وژل شوي دي .په وژل شويو کسانو کې د دېشو ولسوالۍ د امنيې قومندان امان الله خان او د هغۀ يو زلمى زوى هم شامل وو . د هلمند ولايت چارواکو بي بي سي ته وويل چې د دغۀ بريد په ځواب کې د دولتي ځواکونو له خوا هم درې طالبان وژل شوي دي . په همدې ترڅ کې د هلمند له ولايت څخه را رسيدلي خبرونه ښيي چې د پارلماني ټاکنو لپاره د يوۀ کانديد د کور دباندې په چاودنه کې هغۀ ټپي شوى دى . |