|
په هلمند کې طالبانو ٩ پوليس وژلي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دغو کسانو کې يو تن د پوليسو مشر و . د چارواکو په وينا په دغې پېښې کې چې د هلمند په يوې غرنۍ سيمې کې وشوه څلور تنه طالب اورپکې هم وژل شوي خو تر جگړې وروسته يې پاتې کسان په تېښته بريالي شوي . افغان چارواکو بي بي سي ته وويل له نيول شويو دوو طالبانو څخه يې اوريدلي وو چې د هلمند په يوه سيمه کې گڼ شمير اورپکې ټول شوي دي . دوى په هغۀ لور روان وو چې بريد پرې وشو . د هلمند چارواکي زياتوي طالبان کلابنده شوي دي خو د اوس لپاره جگړه نشته . دا په دغه سيمه کې په دې وروستيو وختونو کې د طالب اورپکو له خوا د وژنو د لړۍ يوه بله کړۍ ده . په تيرو ١٠ مياشتو کې د طالبانو د بريدونو له امله په افغانستان کې تر ١٠٠٠ تنو ډير افغانان وژل شوي دي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||