BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:20 گرينويچ 2005 ,21 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مرستندويو په شمال کې د کار نه کولو گواښ کړى
د بې وسلې کولو بهير
ځينې کسان په دې باور دي چې د بې وسلې کولو د بهير په بشپړيدو به د ډيرو وژنو مخنيوى وکړي .
د افغانستان په شمال کې د CHA په نامۀ يوې مرستندويې ټولنې ويلي چې په دغه سيمه کې خپلو دندو ته د دوام ورکولو په باب تر هغه وروسته غور کوي چې په فارياب کې يې پرون ( د تلې ٢٨ د اکتوبر ٢٠ ) يو تن کارکوونکى د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .

دوى افغان دولت او ملگرو ملتونو ته په يوۀ ليک کې غوښتنه کړې ده چې قاتلان ونيسي .

ځايي چارواکي وايي دا وژنه د القاعدې او طالبانو د پاتې شونو کار دى خو تر اوسه پورې د دغې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې .

د افغانستان په شمال کې د غلو له خوا هم ډيرې غدۍ کيږي چې کله ناکله پکې وژنې هم وي .

دغه راز د ځايي ملېشه قومندانانو ترمنځ سيالۍ هم د ځينو وژنو لامل شي خو د فارياب د پوليسو مشر ټينگار وکړ چې دا کار د بل چا نۀ بلکه د دۀ په وينا د القاعدې او طالب پاتې شونو دى .

د توريالي په نامۀ د يادې شوې ټولنې کارکوونکى هغه مهال ووژل شو چې د فارياب ولايت له مرکز ميمنې څخه ٣٥ کيلومتره ليرې يې موټر وسله والو کسانو ودراوۀ او ډزې يې پرې وکړې .

په دغه پېښه کې درې تنه نور ټپيان شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت