|
ولسمشر کرزي د مړو د ادعا شوې سوځونې عمل غندلى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د يوۀ خبري کانفرانس په ترڅ کې د امريکايي سرتيرو له خوا د طالبانو د دوو مړيو د ادعا شوې سوځونې پېښه غندلې او وايي د دې پېښې د پلټنې لپاره يې يو پلاوى ټاکلى دى . پرون ( د تلې ٢٨ د اکتوبر ٢٠ ) امريکايي پوځ هم په افغانستان کې اعلان وکړ چې د دغې پېښې په اړه به پلټنه کوي . په افغانستان کې د امريکايي پو ځيانو د ناوړه چلند په اړه ، نوې پلټني داسې مهال پېل شوې دي چې د ځينو خبرې رسنيو د راپورونو تر مخه ،امريکايي پو ځيانو د افغانستان په سويل کې د مخالفو جنگيا ليو دوه مړي سوځولي دي . دغه پېښه ، په افغانستان کې تر پارلمانې ټاکنو څخه دمخه ، هغه مهال رامېنځته شوه چى د يوۀ کمېن په ترڅ کې يو امريکايي پو ځي او دوه مخالف اورپکې ووژل شول . د پلټني د پېل په اړه په بگرام کې د امريکا د پوځونو له هوايې اډې څخه په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغو پلټنو کې به چې د پوځ د جنايې پلټنو څانگه ېې پر مخ وړي د مخالفو اورپکو د مړو د سوځېدو په گډون د ټولو هغو ادعاوو سپيناوي وشي چى وايې امريکايي پو ځيان د ترهگرۍ په وړاندې د عملياتو په ترڅ کې له خلکو او د مخالفو اورپکو له نيول شويوو کسانو سره ناوړه چلند کوي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||