BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:24 گرينويچ 2005 ,20 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې د پوځ په چلند پلټنه پيل شوې

امريکايي سرتيري
پر امريکايي سرتيرو تور لگيدلى دى چې د غليم مړي يې سوځولي دي .
په افغانستان کې د امريکايي پو ځيانو د ناوړه چلند په اړه ، نوې پلټني داسې مهال پېل شوې دي چې د د ځينو خبرې رسنيو د راپورونو تر مخه ،امريکايي پو ځيانو د افغانستان په سويل کې د مخالفو جنگيا ليو دوه مړي سوځولي دي .

دغه پېښه ، په افغانستان کې تر پارلمانې ټاکنو څخه دمخه ، هغه مهال رامېنځته شوه چى د يوۀ کمېن په ترڅ کې يو امريکايي پو ځي او دوه مخالف اورپکې ووژل شول .

ديوۀ امريکايي پو ځي له خولې ويل شوي چې دمخالفو اورپکو دغه مړي تر ٢٤ ساعته په ازاده هوا کې پراته وو او گواکې د روغتيايي لاملونو له کبله يې وسوځول .

خو دا له مخالفو جنگياليو سره د چلند په اړه د ژنيو د تړونونو ښکاره تر پښو لاندې کول او د خلکو د عقيدو او باورونو سپکاوى دى .

د پلټني د پېل په اړه په بگرام کې د امريکا د پوځونو له هوايې اډې څخه په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغو پلټنو کې به چې د پوځ د جنايې پلټنو څانگه ېې پر مخ وړي د مخالفو اورپکو د مړو د سوځېدو په گډون د ټولو هغو ادعاوو سپيناوي وشي چى وايې امريکايي پو ځيان د ترهگرۍ په وړاندې د عملياتو په ترڅ کې له خلکو او د مخالفو اورپکو له نيول شويوو کسانو سره ناوړه چلند کوي .

 د هيچا مړي ته بايد سپکاوى ونه شي .
د ولسمشر کرزي وياند

په افغانستان کې دامريکا د ٧٦-مې قطعې قوماندان ، جنرال جاسون کمېېا وايې که پر چا د ناوړه چلند ، د پېښو د تر سره کېدو تورونه سپين شي نو د دۀ په وېنا به د هغو په وړاندې د پو ځي ېو نفورم د قانون تر مخه ، گام پورته شي .

په همدې ترڅ کې د ولسمشر کرزي وياند کريم رحيمي بي بي سي ته وويل چې افغان حکومت هم په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړي دي .

د ولسمشر کرزي وياند زياته کړه چې د دوى دريځ تل دا وو او دى چې د هيچا مړي ته بايد سپکاوى ونه شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت