BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:51 گرينويچ 2005 ,19 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ارغنداب ولسوال ووژل شو
د نړيوالو ځواکونو او افغان پوليسو له خوا په کندهار کې گزمې ډيرې شوي دي
افغان مامورين وايي چې د کندهار په ولايت کې شکمنو طالب اورپکو د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال تيره شپه ( د تلې ٢٦ د اکتوبر ١٨ ) په جومات کې وواژۀ .

دا په تيرو څو ورځو کې د طالب اورپکو له خوا په جومات کې دننه دوهم دغه ډول بريد دى . څو ورځې وړاندې په خوست ولايت کې يو ملا د بم په چاودنه کې ووژل شو .

له کندهار څخه په رپورټونوکې دا هم ويل شوي چې په يوې جلا پېښې کې د شک وړ طالب اورپکو د ښوونځي يو سرښوونکى هم وژلى دى .

خبريالان وايي د ښوونځي په سرښوونکي باندې بريد ښايي ښوونځيو ته د زده کوونکو له ليږلو سره د طالبانو د مخالفت ښکارندويي وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت