BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:03 گرينويچ 2005 ,17 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزي ملاتړي دوه نور علما ووژل شول
afghan presedent Hamid Karzai
دافغانستان ولسمشر حامد کرزى
افغان حکومتي چارواکو وويل چې ملا محمد گل د هلمندد جنوبي ولايت د لشکر گاه په سيمه کې د يکشنبې په هغه وخت د وسله والو کسانو له خواد توپک په ډزو ووزل شو چې په يو جومات کې د لمانځه نه وروسته خپل کور ته روان وو.

يو بل ديني عالم ، مولوي نور احمد جان د کوڼړ په ختيځ ولايت کې په خپل کور کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو. نوموړى د غازي آباد ولسوالۍ د ديني عالمانو دشورا مشر وو.

ددې نه وړاندې د جمعې په ورځ د خوست په جنوبي ولايت کې هم يو ديني عالم ، ملا احمدخان وژل شوى وو. هغه پداسې حال کې ووژل شو چې په جومات کې ېې لمونځ کاوه او تر منبر لاندې يو پټ ايښودل شوى بم وچاوده.

ديکشنبې په ورځ د هغه د جنازې له مراسمو نه وروسته په زرگونو کسانو د هغه د وژنې پرخلاف مظاهره وکړه او د قاتلانو د محاکمې غوښتنه ېې کوله .

طالبو ياغيانو په وار وار دا خبردارى ورکړى وو چې هغه ديني عالمان به دخپلو بريدونو هدف وگرځوي چې د حامد کرزي دحکومت او په هيواد کې د بهرنيو ځواکونو د شته والي ملاتړ کوي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت