BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:00 گرينويچ 2005 ,21 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په نيمروز ، کونړ او فارياب کې وژنې شوي
کونړ
په کونړ کې نړيوال ځواکونه له القاعدې او طالب پاتې شونو سره په مبارزه بوخت دي خو په فارياب او نيمروز کې دغه فعاليت دومره نشته .
د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې په تيرو ٢٤ ساعتونو کې نورې وژنې شوې دي .

په سويل لويديځ ولايت نيمروز کې د يوې چاودنې له امله د هغۀ ولايت د امنيې قومندان نفس خان ووژل شو .

د ځايي چارواکو په وينا دۀ د هغۀ گاډي پلټنه کوله چې شک پرې شوى و .

په موټر کې ځاى پر ځاى شوي چاوديدونکي توکي د ريموټ کنټرول په وسيله والوزول شول چې د امنيې قومندان پکې ووژل شو .

د شمال په فارياب ولايت کې د مرستندويو کارکوونکو يو گاډى چې د تگاب له سيمې څخه بيرته د ولايت مرکز ميمنې ته روان وو هغه مهال په بې دريغو ډزو ودرول شو چې يوۀ ټوپکوال پکې سپارۀ کسان ووژل .

په ختيځ ولايت کونړ کې بيا د ملي امنيت يو کارکوونکى د مځکني ماين د چاودنې له امله وژل شوى دى .

دغه پېښه د ديورنډ کرښې ته نژدې د سرکاڼو په ولسوالۍ کې وشوه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت