|
امريکاييانو بيا افغان پوليس وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ښاغلي خالد وويل ايتلافي ځواکونو پر دغو پوليسو د طالبانو گومان کړى وو . دغه پېښه د دوشنبه په شپه ( د تلې ٢٥ اکتوبر ١٧ ) د ميوند په ولسوالۍ کې چې د کندهار ښار په لويديځ کې پرته ده ، وشوه . د کندهار والي وويل امريکايي ځواکونه د اورپکو په لټه کې وو چې افغان پوليسو هوايي ډزې وکړې او ورپسې د نړيوالو ځواکونو له خوا بريد وشو . په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوۀ وياند وويل د دغې پېښې په اړه اوس پلټنې پيل شوي دي . دا په تيرو څو وختونو کې دوهمه دغه ډول پېښه ده چې نړيوال ځواکونه پکې په تېروتنه افغان پوليس وژني . څه موده وړاندې په گاونډي هلمند ولايت کې هم امريکايي ځواکونو پر افغان پوليسو ډزې کړې وې او څلور تنه يې پکې وژلي وو . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||