BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:19 گرينويچ 2005 ,21 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
زابل کې څلور امريکايي سرتيري ووژل شول
News image
د زابل په دايي چوپان ولسوالۍ کې په يوه چاودنه کې څلور امريکايي سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

افغان چارواکي دا پيښه د ريموټ کنټرول بم بريد بولي.

همدارنگه د افغانستان په سوېل کې چارواکي وايي چې شکمنو طالب ياغيانو په کندهار کې يوه مسجد ته نږدې يو حکومتي پلوى ملا وژلى دى.

يوه سيمه ييز چارواکي وويل چې ملا عبدالله ملنگ د يوه بل وگړي سره يوځاى د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شو.

په دې وروستيو مياشتو کې په ديني ملايانو باندې د يرغلونو په لړ کې دا وروستى شوى يرغل دى چې چارواکي يې پړه پر طالبانو اچوي. په جون کې د بل ملا، عبدالله فياض د ښخولو په مراسمو کې د ځان مرگي بمي يرغل له امله له شلو ډېر کسان وژل شوي و.

News image
سږ کال په سياسي اخ و ډبونو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

بلخوا ته په افغانستان کې د امرېکې سفارت وايي چې د کابل په لمنو کې يې دوه چارواکي په يوې چاودنې کې ټپيان شوي دي.

د سفارت يوه وياند وويل چې دا کسان هله ټپيان شول چې کله يې کاروان سره نږدې د واټ د غاړې بم وچاودېد. دوى د ورځينيو چارو په ترسره کولو بوخت و.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت