 |  له ټاکنو وړاندې په افغانستان کې د اخ اوډب پېښو کې سخت زياتوالى راغلى دى | د افغانستان د کندهار په ولايت کې دسړک په غاړه ايښودل شوي بم د چاودېدو له امله دوه امريکايي پوځيان وژل شوي دي.د متحدو ايالتونو يو پوځي بيان کې ويل شوي دي چې بم د پوځيانو د کاروان يو زغروال موټر والوزولو ، دوه نور پوځيان بريد کې ژوبل شوى دى. په افغانستان کې د امريکايي ځواکون د قوماندان مرستيال جنرال جيک سټرلنگ ويلي دي ترورستان په هغه ځواکونو بريدونه کوي چې ددې هېودا وضعه ښه کوي. خبريالان وايي چې د ستمبر په مياشت کې له ټاکنو وړاندې په افغانستان کې د اخ اوډب پېښو کې سخت زياتوالى راغلى دى. |