BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:39 گرينويچ 2007 ,06 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له ترهگرۍ سره د سپو جگړه

د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې له ٦٠٠٠ څخه ډير برتانوي ځواکونه د وسله والو طالبانو سره په مخامخ جگړه کې ښکيل دي .

دوى وايي سرتيري يي د هلمند په ولايت کې نه يوازې د واټ په غاړه د بمي بريد لاندې راځي بلکې د ځانمرگو او مخامخ بريدونو له گواښ سره هم مخامخ دي .

برتانوي سرتيري وايي چې ددغه ډول بريدونو په شنډولو کې يي پوځي سپيو ډيره مرسته وررسولې ده .

په نوې نړۍ کې روزل شوي سپي د پوځ مهمه برخه جوړوي .په افغانستان کې هم ميشت نړيوال سرتيري وايي چې د سپيو شتون ددوى د ماموريت په وړاندې يو شمېر کارونه ساده کړي دي .

دغه روزل شوي سپي بيلابيلې دندې لري . د نشي توکو له پلټولو نيولې ، د چاوديدونکو توکو ، بمونو او د گزمې د تر سره کولو دندې يي ډيرې ياديږي .

يو برتانوى افسر چې په افغانستان کې يي د خپلو ځواکونو د لويې اډې هلمند د باستين په کمپ کې له دغو سپيو څخه څارنه کوله بي بي سي ته وويل هغه مهال گټه ترې پورته کيږي چې ددوى اړتيا احساس شي .

پلټونکى سپى او برتانوى سرتيرى

پلټونکى سپى گاډي هم پلټي چې د مشکوکو اورپکو له خوا د چاودنکو توکو د ليږد راليږد مخه ونيسي . دا سپى د نشيي توکو د قاچاق په مخنيوي کې هم روزنه لري .

براني او برتانوى سرتيرى

دا براني دى . براني هم چاودونکي توکي لټوي . دا دوم ځل دى چې دغه سپى په افغانستان کې خپله دنده تر سره کوي . دې سپي په هلمند کې شپږ ځلې د مځکې لاندې ښخې کړې وسلې موندلي دي . له دې وړاندې براني په عراق کې هم ورته دنده تر سره کړې ده .

د گزمې سپى او برتانوۍ سرتيرې

داد گزمې د سپي په نامه ياديږي . دا سپى د لومړنيو امنيتي چارو د سمبالښت لپاره کارول کيږي . دا د خپل ماموريت په سيمه کې د ښه ساتونکي يا گارډ دنده تر سره کوي .

ډگروال کاريو هتيډي او جنرال غلام محي الدين

برتانوي افسران له افغان سيالانو سره د وسله والو طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره سلا مشورې کوي چې ددولت واک په سيمه کې پراخ کړي خو په سيمه کې د خيريه ټولنو او دولتي ادارو د کارکونکو د تښتولو او وژلو انديښنې په ډيريدو دي .

سره له دې چې هوا خرابه وه او خړ باد چليده ، افغان پوځيانو د زړورتيا خبرې کولي خو دوى بيا بيا په دغه ولايت کې اورپکو د غلچکيو بريدونو قربانيان گرځيدلي دي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت