|
په گرشک کې ځانمرگي ٢٦ ووژل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
چارواکي وايي د هلمند په گرشک ولسوالۍ کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي لږ تر لږه ٢٦کسان وژلي او شاوخوا ٤٥ نور يې ټپيان کړي. بريد د گرشک ښارگوټي په منځ کې نن (دوشنبه) ماښام وشو، چې د يوې بهرنۍ موسسې وسله وال ساتونکي يې په نښه کړل. د هلمند د پوليسو مشر محمد حسين انډيوال بي بي سي ته وويل په وژل شويو کې اته تنه د يوې موسسې ساتونکي دي چې د بهرنيو کارکوونکو بدرگه يې کوله او پاتې نور ولسي خلک دي. دۀ وويل په ټپيانو کې هم ښايي د دغې موسسئ وسله وال ساتونکي شامل وي، خو ډېرى يې وايي لارويان دي، چې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي. د چارواکو په خبره، د بهرنۍ موسسې يوه ډله د ښار له منځه تېرېدله چې په ريکشا کې سپارۀ يوۀ تن پرې ځان والوزاوۀ. ښاغلي انډيوال وويل بريد کوونکي خپله ريکشا له چاودېدونکو توکو څخه ډکه کړې وه. د مرگ ژوبلې د کچې له اړخه دا وروستى بريد يو له لويو څخه دى. هلمند د افغانستان تر ټولو نارامه ولايت دى چې د وسله والو طالبانو لخوا پکې بريدونه په وروستيو کې په پراخه کچه زيات شوي دي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||