|
د خوست بمي چاودنې دوه افغان سرتېري وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل خوست ولايت کې د سړک دغاړې بم چاودنه کې دوه افغان سرتېري وژل شوي دي . سيمه ييز چارواکي وايي دغه بريد د 'لکن خېلو' په سيمه کې هغه وخت وشو چې د افغان سرتېرو يو کاروان په سيمه کې د تېرېدو په حال کې وو. د خوست ولايت پوليس وايي دغو افغان سرتېرو له نړيوالو ځواکونو سره د امنيت په نيولوکې ملگرتيا کوله . خوست يو له هغه ناامنه ولايتونو څخه دى چې شاوخوا ٢٠ ورځې وړاندې هم يو ځانمرگى بريد پکې شوى و. بل خوا په لوېديځ ولايت فراه کې پوليس وايي يوشمېر د باښو ښکاريان چې د وسله والو طالبانو لخوا نيول شوي وو بېرته خوشي شوي دي . چارواکي وايي له دغو ښکاريانو څخه ٢٠ کسان عربان هم ول . د فراه ولايت د پوليسو يوۀ چارواکي عبدالرشيد بي بي سي ته وويل ددغو ښکاريانو له ډلې څخه څلور کسان اوس هم د طالبانو په لاس کې دي . د ځايي پوليسو پر وينا، دغه ښکاريان چې په يوه غرنيزه سيمه کې يې د باښو ښکار کاوه، د طالبانو د يوۀ ځايي قومندان ملاخداداد لخوا ونيول شول . دده پر وينا، زيات شمېر ښکاريان خوشي کړاى شوي او د څلورو نورو د خوشي کېدو هڅې لادوام لري . بل خوا په دغه ولايت کې پوليس وايي چې يوۀ ځانمرگي بريدکوونکي دلارام ولسوالۍ ته نژدې د 'لخشک' په سيمه کې يوه امنيتي کاروان ته څېرمه خپل گاډى وچووۀ. د راپورونو له مخې ځانمرگى وژل شوى او يو کس ټپي شوى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه په خوست کې ځانمرگى بريد شوى23 جنوري, 2008 | افغانستان پوليس: دباښو ښکاريان طالبانو نيولي12 فبروري, 2008 | افغانستان خوست والي: امنيت څو برابره ښه شوى دى 01 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||