|
پوليس: دباښو ښکاريان طالبانو نيولي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د خوست په ولايت کې د واټ د غاړې بمي بريد لږ تر لږه دوه تنه افغان سرتيري وژلي دي دي . سيمه ييز چارواکي وايي دغه بريد د لکڼ خيلو په ولسوالۍ کې هغه مهال وشو چې د افغان ځواکونو يو کاروان له سميې تيريده. له بلې خوا د افغانستان په لويديځ کې د فراه ولايت پوليس وايي چې نژدې ٢٠ تنه ښکاريان چې طالب جنگياليو نيولي وو ډيرى يې خوشې شوي دي . چارواکي وايي چې ددې ښکاريانو ترمنځ يو شمير عربان هم شته دي . حنان حبيبزى له کابله راپور راکوي : دفراه ولايت د پوليسو د جنايي پلټنو مشر ډگروال عبدالرشيد بي بي سي ته وويل د ٢٠ تنو ښکاريانو له منځه څلور تنه لا هم دده په وينا د طالبانو په ولکه کې دي . د سيمه ييزو پوليسو په وينا دوى له هغې وروسته د طالبانو د يو قومندان ملا خدايداد لاسته ولويدل چې په يوه غرنۍ سيمه کې دباښو پر ښکار بوخت وو. دقيمتي باښو ناقانونه ښکار د افغانستان په غرونو کې نوې خبره نه ده خو دا څرگنده نه ده چې دغه ښکاريان له کومې لارې افغانستان ته راننوتلي دي پوليس شک لري چې دغه ښکاريان ښايي د گاونډي ايران له پولې د فراه ولايت غرونو ته ورغلي وي ډگروال عبدالرشيد بي بي سي ته وويل : دغه ښکاريان چې ډيرى يې عربان دي د امنيتي چارواکو له خبرولو پرته د يو سيمه ييز وگړي په مرسته د باښو د نيولو په موخه وتلي وو چې طالب جنگياليو ونيول. خو دده په ويناډيرى يې خوشې شوي دي او د پاتې څلور تنو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي . د فراه پوليس همداراز وايي دلارام ولسوالۍ ته څيرمه د لخشک په سيمه کې يو ځانمرگي بريد کونکي دخپلې سپرلۍ کورولا ډولى گاډى دامنيتي ځواکونو يو کاروان ته نژدې والوزاوو اود لومړنيو راپورونو له مخې لږ تر لږه يو تن يې ټپي کړى دى . ددې بريد په اړه ډير جزيات لا نه دي څرگند خو د خوست په ولايت کې بيا د واټ د غاړې په يو بمي بريد کې لږ ترلږه دوه تنه هغه افغان سرتيري وژل شوي دي چې په سيمه کې له نړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو سره کار کوي . چارواکي وايي دغه بم هغه مهال وچاوديد چې د سرتيرو يو کاروان د لکڼ خيلو له ولسوالۍ تيريده . خوسيمه ييزو خلکو بي بي سي ته وويل چې دوى له چاودنې وروسته نژدې څلور مړي وليدل . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||