|
په خوست کې ځانمرگى بريد شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل ختيځ کې په خوست ښار کې يوۀ سړي ځانمرگى بريد کړى چې ويل کېږي ښايي له وخته مخکې وو. د خوست ولايت چارواکي وايي بريد پر داسې مهال شوى چې هلته د مېشتو بهرنيو ځواکونو لخوا د ښځو په يوۀ نژدې پارک کې د جومات د ډبرې ايښودلو غونډه کوله. ځانمرگي په ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو چې پارک ته نژدې په يوۀ هوټل کې وچاودېدل. چارواکي وايي بريد کوونکى له چاودنې وروسته د هوټل له دويم پوړ څخه ښکته ولوېد چې د چاودېدونکو توکو د پاشېدلو لامله څلور کسان هم ټپيان شول. په ټپيانو کې دوه ښځې او دوه سړي دي چې روغتيايي وضع يې ښه ښوودل شوې. طالبانو د دغۀ بريد په اړه څۀ نه دي ويلي. په تېر کې عموما ځانمرگي بريدونه وسله والو طالبانو ترسره کړي دي. خوست د افغانستان يو له نستبا نارامه ولايتونو څخه دى چې په تېرو دوو کلونو کې پکې گڼ ځانمرگي بريدونه شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په خوست کې پر ښونځي بريد شوى04 جنوري, 2008 | افغانستان د خوست والي له موټرچاودنې روغ ووت24 اکتوبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||