|
په خوست کې پر ښونځي بريد شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تېره شپه د خوست ښار لويديځ لوري ته د محمدصديق روهي ليسې پر ودانۍ ناڅرګندو كسانو وسله وال بريد كړى . د خوست د پوهنې ريس وايي د راكټ دلګيدو له امله يو ټولګى، دوه جنراټرونه او د ودانۍ ٨٠ په سلو كې ښيښې له منځه تللي دي. ياده شوې لېسه نږدې شپږ زره زده كوونكي او په ورڅېرمه كليو كې د نجونو لسګونه څانګې لري او په دې وروستيو كلونو كې يوه لويه دوه پوړيزه وداني هم ورته جوړه شوې ده. په دې ښونځي نجونو هم زده کړې کولې چې طالبانو يې د واکمنۍ پر مهال پرې بنديز لگولى وو سهار په راختو ؤ چې د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په سيمه كې د يوې درنې چاودنې غږ واوريدل شو. څو ساعته وروسته طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دا كار دوى كړى او ادعا يې وكړه چې د ناټو د ځواكونو په يو موټر كې يې ټولوناستو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده . خو د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند مستك ځاځى وايي چې دا بريد د ملي اردو پر يو موټر شوى چې د ده په خبره چاته يې زيان نه دى اړولى. ده وويل درې تنه سيمه ييز اوسيدونكي يې ددې بريد په تور نيولي دي . صبري د خوست هغه سيمه ده چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې افغان او ناټو ځواكونو پوځي عمليات پكې پيل كړي، او له ٢٠ زيات كسان يې د وسله والو طالبانو په نوم نيولي. خو ځايي اوسيدونكي وايي چې نيول شوي د سيمې عام او عادي خلك دي. بل خوا | ورسره تړلي نور خبرونه 'د ښوونځيو دوه ستونزې به يو کال کې حل شي'04 جولاى, 2007 | افغانستان په فارياب کې ښوونځي جوړېږي09 جولاى, 2007 | افغانستان اتمر:څلور کلونو کې به ښونکي مسلکي کړو02 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||