BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اتمر:څلور کلونو کې به ښونکي مسلکي کړو

حنيف اتمر او د يو ايس ايډ چارواکى
نړيوال بانک او د امريکا پرمختيايي ادارې د يو تړون په ترڅ کې دپوهنې د وزارت د نوې پروژې مالي ملاتړ په غاړه واخيست
د افغانستان حکومت د امريکا د پراختيايي ادارې ((يو ايس ايډ )) په مرسته غواړي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د ښونځيوپه لسگونو زره نامسلکي ښونکي په مسلکي ډول وروزي .

دا ژمنه دپوهنې له وزارت سره د يو تړون له لاسيلک وروسته وشوه .

د پوهنې وزارت وايي چې په ټول هيواد کې د ښونځيو ٨٠ په سلو کې ښونکي نامسلکي دي .

د افغانستان د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر وويل ددې پلان موخه داده چې د هيواد د پوهنې کيفيت لوړ کړي .

د پوهنې وزير وويل دغه پلان به په راتلونکو درې مياشتو کې په عملي ډول پيل شي

د افغانستان د پوهنې وزارت په لوړ معاش د زرگونو نو ښونکو د جذبولو اعلان وکړ چې نامسلکي ښونکي وروزي .

حنان حبيبزى له کابله راپور راکوي :

د ښونځيو اوسنيو نامسلکي ښونکو مياشتنۍ تنخوا به هغه مهال له درې برابرو څخه تراوه برابرو ورسيږي چې دوى ځانونه د مسلکي هغو په توگه زبات کړي .

د افغانستان د پوهنې وزير وويل د هيواد په ښونځيو کې د ١٥٣ زره ښونکو ترمنځ نژدې اتيا په سلو کې نامسلکي دي .

دوى ته د افغانستان دولت د مسلکي والي په لور د پرمختگ موقع ورکوي .

د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر دغه نوى پروگرام د پوهنې په تاريخ کې لوى پرمختگ وباله .

د افغانستان د تعليمي ډگر د کيفيت د لوړولو لپاره د امريکا پرمختيايي اداره او نړيوال بانک مرسته کوي چې سم لاسي ٤١ ميليونه ډالره د راتلونکي يوه کال د لگښت په توگه افغان دولت ته رسيدلي دي .

د افغانستان د پوهنې وزارت د هيواد د تعليمي ډگر د کيفيت د ښه کولو لپاره دغه نوى پلان د يوې لوې لاسته راوړنې په توگه يادوي چې د افغان حکومت د تير يوه کال د هڅو پايله بلل کيږي .

د پوهنې وزارت وايي ، په تيرو شپږو کلونو کې يې له شپږ ميليونو څخه ډير زده کونکي جذب کړي دي او له دې وروسته غواړي چې ښونکو ته پخپلو ولايتونو کې د مسلکي روزنې لاره اواره کړي.

محمد حنيف اتمر وويل دهيواد ٧٥ په سلو کې ولسوالۍ د نجونو لپاره منځني ښونځي نه لري او ديرش په سلو کې يې د هلکانو لپاره د منځنيوزده کړو له اسانتياو څخه بې برخې دي .

ده اعلان وکړ چې د امريکا د پرمختيايي ادارې او نړيوال بانک په ملاتړ ٤٠٠٠ زره ښځينه او نارينه ښونکي جذبوي چې په ټولو ولايتونو کې ښونکو ته څانگيزې روزنې ورکړي .

دوى ته به له لس زرو څخه تر شل زره افغانيو پورې تنخوا ورکړي .

د امريکا پرمختيايې ادارې او د نړيوال بانک چارواکو د افغانستان په تعليمي ډگر کې د مسلکي ښونې روزنې نشتوالى سخته ستونزه وگڼله او ژمنه يې وکړه چې ددغې پروژې د بشپړولو لپاره به د افغان حکومت لاس نيوى وکړي .

د پوهنې وزارت وايي چې دوى ته د ښونکو د څانگيزې روزنې د بهير د بشپړولو لپاره ١٧٠ ميليونه ډالره پکار دي چې د نړيوالې ټولنې له ملاتړ پرته به ددوى نوي گامونه له خنډ سره مخامخ شي .

افغانستان لا هم د ښونځيو له سوځولو ، د ښونکو له برمته کولو او د زده کونکو د ويرولو له گواښ سره مخامخ دى .

جگړه دديرشو کلونو راهيسې لگيا ده د تعليمي بهير د خنډ او ځنډ لامل گرځي .

خود افغانستان د پوهنې وزير پر خلکو او امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې ددغې پروژې د بشړولو لپاره مرسته وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
په فارياب کې ښوونځي جوړېږي
09 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت