BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:12 گرينويچ 2006 ,11 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د غزني والي خلک د اورپکو په ملاتړ تورن کړل

غزني
د غزني په لرغوني ولايت کې د چارواکو په وينا تير کال اته ښوونځي سوځول شوي وو
د غزني ولايت والي شير علم ابراهيمي د دغه ولايت د يو شمير ولسواليو اوسيدونکي له طالبانو سره په مرسته کولو تورن کړل.

ښاغلي ابراهيمي دا خبرې د معارف د اوونۍ د لمانځلو په مراسمو کې د غزني ولايت د بيلابيلو ولسواليو اوسيدونکو ته وکړې خو د دغه ولايت د معارف چارواکي د ښوونځيو په ساتني کې امنيتي ځواکونه مسوول بولي .

د غزني د ښوونې و روزنې د چارو مسوولين وايي تير کال د معارف لپاره دغه ولايت تر ټولو نا امنه و .

په غزني کې د معارف مامورين وايي چې تير کال اته ښوونځي دغلته سوځول شوي دي .

د ښوونې و روزنې د اوونۍ د لمانځلو پر وخت د غزني والي د ښوونځيو د سوځولو ځانگړې يادونه وکړه او د بيلا بيلو ولسواليو خلک او چارواکي يې وهڅول چې د دۀ په وينا د مشکوکو کسانو په باب امنيتي ځواکونو ته رپوټ ورکړي :

(( ورانکاره او وسله وال کسان چې خلک ېې پيژني بايد د هغوى په وړاندى مبارزه وکړي او پرى نږدي چې د دوى کليو ته راننوځي .دغو کسانو ته چې تاسو ځاى اوډوډۍ ورکوئ سبا ورځ ستاسو ښوونځيو ته اور اچوي نو له دى کاره ډډه وکړئ .))

د غزني هغو اوسيدونکو چې د ولايت په مرکز کې يې د ښوونې و روزنې د اوونۍ په مراسمو کې گډون درلود که څه هم والي ته سر وخوځاوۀ چې همکاري به کوي خو دا يې ونه منل چې له طالبانو سره مرسته کوي .

د دغو دستورو پر وخت د غزني ولايت د معارف ريسې فاطمې مشتاق پر امنيتي ځواکونو ټينگار لارۀ چې نه يوازې ښوونځي وساتي بلکې ښوونکو ته د مخامخو گواښونو مخنيوى هم وکړي .

اغلې مشتاق ادعا وکړه چې له څو ځلي غوښتنو سره هم تر اوسه په غزني کې امنيتي ځواکونو د ښوونکو د ساتنې لپاره څه نه دي کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت