BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:25 گرينويچ 2007 ,22 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
حنيف اتمر : دطالبانو ډول ښونځي نه غواړو

حنيف اتمر
حنيف اتمر:افغان ولس او حکومت به طالبانو ته اجازه ورنکړي چې دده په وينا هيواد کې د ترهگرو د روزنې مرکزونه جوړ کړي
افغان حکومت طالبان تورن کړ ي چې د ښونځيو د جوړولو تر نامه لاندې غواړي په افغانستان کې د ترهگرو د روزنې مرکزونه جوړ کړي .

د پوهني افغان وزير حنيف اتمر دغه څرگندونې د طالبانو د هغه ادعا په ځواب کې وکړي چې وايې پلان لري چې د هيواد په شپږو سويلي ولايتونو کې نوي ښونځي جوړ کړي .

ښاغلي اتمر دا د طالبانو له خوا يو تبليغاتي گام وباله چې دده په وينا غواړي چې د خپلو بهرنيو بادارانو په لارښونه او مرسته د خلکو د تير ايستلو په موخه يې اوچت کړي

پر طالبانو دا تور هم لگول کيږي چې تير يو ه کال کې يې په لسگونو ښونځي سوزولي او تر څلويښتو زيات ښونکي او زد کونکي يې وژلي دي .

د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د ښونځيو د جوړولو په تړاو د طالبانو له خوا د هغوى اعلان شوى پلان ، د ډيرو په وينا يو سياسي گام دى چې غواړي په دې کار سره خلکو ته وښيي چې گواکې له جگړې آخوا ددې جوگه هم دي چې نورې چارې هم ترسره کړي .

دا هغه څه دي چې افغان حکومت يي منافقت بولي او طالبان تورنوي چې د ښونځيو تر نامه غواړي چې په افغانستان کې د ترهگرو مرکزونه جوړ کړي . د پوهني افغان وزير حنيف اتمر وايې د زياتېدونکي نړيوال فشار له کبله گواکې چې په پاکستان کې ځنې کړي غواړي چې له خاورې يې هغه ديني مدرسې چې ادعا کيږي ترهگر او وسله وال طالبان روزي ، افغانستان ته و ليږدوي .

خو ښاغلى اتمر وايې افغان ولس او حکومت به طالبانو ته اجازه ورنکړي چې دده په وينا هيواد کې د ترهگرو د روزنې مرکزونه جوړ کړي . ده گواښنه وکړه چې که طالبان دا کار وکړي ، حکومت به يې د پوځي موخې په توگه له منځه يوسي .

طالبانو ويلي ، دوى غواړي چې د يو ميليون ډالرو په لگښت لږ ترلږه د هيواد په شپږو سويلي ولايتونو کې ، د هغه څه په ځواب کې چې دوى يې د لويديځ اغېز بولي دغه ښونځي جوړ کړي .

خو ښاغلي اتمر طالبان وننگول او وې ويل چې که طا لبانو په رښتينې توگه د هيواد ماشومانو ته د زدکړې د زمېنې د برابرولو نيت درلوداى ، ولي يې بيا ښونځي سوځول او ښونکي يې وژل .

د پوهني وزارت د راپور تر مخې تير کال په افغانستان کې نژدې دوه سوه ښونځي سوځول شوي او د گواښونو له کبله څلور سوه نور ښونځي تړل شوي چې حکومت يې پړه پر طالبانو اچوي .

که څه هم چې وروستيو کې طالبان د ښونځيو د سوزولو ادعاوې ردوي ، خو د پوهنې وزير وايې کره شواهد لري چې ښيي دا د طالبانوکار دى .

نو ځکه ښاغلى اتمر وايې طالبان خپلې دې ادعا کې رښتيني ندي چې وايې لومړى به د هلکانو او بيا به د انجونو لپاره ښونځي جوړ وي .

د طالبانو پر مهال شاوخوا يو ميليون ماشومانو ښونځيو ته د تللو امکانات درلودل او پر انجونو د ښونځيو دروازي تړل شوي وي .

خو اوس نژدې شپږ ميليونه ماشومان ښونځيو ته ځي چې د پوهنې د وزارت په وينا څه باندې يو نيم ميليون يې انجونې دي .

خو لاهم شاوخوا دوه ميليونه افغان ماشومان ښونځيو ته د تللو شونتيا نلري چې د پوهنې وزير وايې د نويو ښونځيو په جوړيدو سره به کرار کرار دغه شميره ټيټه شي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت