|
په فارياب کې ښوونځي جوړېږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناروي په افغانستان کې د ښوونځيو د رغولو لپاره د پنځو ميليونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده. ټاکل شوې چې په دغو پيسو به په شمالي ولايت، فارياب، کې په لسگونو ښوونځي جوړ کړل شي. دغه مرسته په کابل کې د ناروي سفير اعلان کړه. د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په ياد شوي ولايت کې کابو ١٤٠ زره زده کوونکي تر خيمو يا تر شنۀ اسمان لاندې درس وايي. د پوهنې وزارت چارواکي وايي د ناروي په پنځو ميليونو ډالرو به په فارياب ولايت کې ٨٢ ښوونځي ورغول شي. دغه پيسې به په يوکال کې دننه، هم د نويو ښوونځيو په جوړولو او هم د زړو په بيارغولو ولگول شي. د پوهنې وزير، حنيف اتمر، د ناروي له سفير سره د مرستې د لاسليکولو په غونډه کې وويل فارياب به کال وروسته د ښوونځيو له اړخه تر ټولو پرمختللى ولايت وي. ښاغلي اتمر وويل د يوۀ ولايت لپاره پنځه ميليون ډالري مستقيمه ژمنه د ښوونې په ډگر کې تر ټولو لويه مرسته ده چې يو بهرنى هېواد يې کوي. دۀ زياته کړه چې د رغاونې له چارو برسېره به، هر ښوونځي ته له اړتيا سره سم له دوو تر پنځو زرو ډالرو پورې نغدي مرسته هم ورکړل شي چې خپلې نورې ستونزې پرې حل کړي. ناروي په فارياب کې د بيارغاونې ولايتي ټيم مشري هم پر غاړه لري. په کابل کې د ناروي سفير وويل د ښوونځيو جوړول د دوى د بيارغاونې د هغو کارونو برخه ده چې په بېلابېلو ډگرونو کې يې په پام کې لري. سفير، جان اريک ليکوونگ، وويل تېره اونۍ د ناروي لخوا د څو نويو جوړو شويو ښوونځيو د پرانيستو په مهال، ښاغلي اتمر ځينې غوښتي و چې په فارياب کې د ښوونې لپاره نورې مرستې هم وکړي. دۀ وويل چې په همدې بنسټ يې ددغې نوې مرستې تابيا وکړه ځکه وايي ولايتي ډله به تل هلته نه وي او د شتون په موده کې بايد د رغونې بنسټيز کارونه وکړي. د پوهنې وزير، ښاغلي اتمر، هيله وښوده چې دغه نوې مرسته به نور مرستندويه هېوادونه هم وهڅوي چې د ناروي پر پلونو پل واخلي. وزير وويل د ټول افغانستان په کچه په سلو کې پنځوس ښوونځي د ودانۍ او نورو بنسټيزو اسانتياوو له کمښت سره مخامخ دي. دۀ وويل د دغو ستونزو او نيمگړتياوو پوره کول په ميليونونو ډالرو بهرنيو مرستو ته اړتيا لري. | ورسره تړلي نور خبرونه اتمر: په زابل کې پنځه ښوونځي جوړوو27 جون, 2007 | خبرونه افغان زده کونکي:دگواښونو سره سره به ښونځي ته ځو 21 جون, 2007 | خبرونه نامعلومو کسانو پنجشير کې ښوونځى ويجاړ کړى04 اگست, 2006 | خبرونه بلخ: د نجونو يو ښوونځى وسوځول شو04 جولاى, 2006 | خبرونه ښونځيوته نوي درسي کتابونه ويشل کيږي04 جون, 2006 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||