|
اتمر: په زابل کې پنځه ښوونځي جوړوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي د لومړي ځل لپاره د زابل په ولايت کې د ښونځيو د بيارغاونې کار پيلوي چې د چارواکو په وينا جگړو يې له نيمايي ډير ښونځي ويجاړ کړي دي. دافغانستان د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر د هيواد په سوېل کې ددغه نارامه ولايت د پنځه ښونځيو د بيا رغاونې د پروژو٧ تړونونه د کورنيو ودانيزو شرکتونو سره لاسليک کړل . ده اعلان وکړ چې په راتلونکو ٦ مياشتو کې به ددغو پنځه ښونځيو ودانيز کارونه بشپړ شي او له ٢٠٠٠ څخه ډير ماشومان به د ښونې روزنې اسانتيا تر لاسه کړي . د افغانستان د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر د ښونځيو تړونونه د خبريالانو په وړاندي لاسليک کړل . نوموړي د زابل په څير په نا امنه ولايت کې د ويجاړو ښونځيو د بيارغاونې د کار پيلول د پوهنې د وزارت لوى برى وباله او ډاډ يې ورکړ چې دغه ډول پروژې به په نورو ورته ولايتونو کې هم په کار واچوي د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ له پرځيدو وروسته د پوهنې بهير د افغانستان په سوېل کې د جگړو او وسله وال زورزياتي له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ دى . طالبان چې په سيمه کې پر نړيوالو او کورنيو ځواکونو د وسله والو بريدونو پړه په غاړه اخلي د ښونځيو د پرانيستې په وړاندې خنډونه جوړوي . دغه راز د٢٠٠٦ کال راهيسې د افغانستان په گوډ گوډ کې نژدې ٢٠٠ ښونځي سوزول شوي دي او يو شمېر ښونکو ته گواښنه شوې چې له دندو څخه لاس واخلي . وسله وال طالبان چې ظاهرا له عصري زده کړو سره مخالفت ښيي د شپې پاڼو د خپرولو او زده کونکو د ويرولو له لارې د ښونې او روزنې د بهير د بندولو هڅه کوي . خو د افغانستان د پوهنې وزارت په دغو ولايتونو کې د ښونځيو د بياجوړولو او پرانيستلو په اړه خپله اراده ټينگه وښوده . د پوهنې د وزارت په وينا په تير يوه کال کې ١٢٠٠ ښونځي د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې له سره جوړ شوي دي . په تيرو پنځه کلونو کې د افغانستان له څه کم ١٠٠٠٠ زره ښونځيو څخه نژدې څلور زره ښونځي بيا جوړ شوي دي خو د پوهنې د وزير محمد حنيف اتمر په وينا پنځه کاله نور په کار دي چې دپاتې ښونځيو ودانۍ جوړې کړي . د افغانستان د ډيرو سيمو د ښونځيو ودانۍ نشته او زده کونکي يې يا د خيمو لاندې زده کړې کوي او يا هم هيڅ سرپنا نلري . په يو شمير سيمو کې خو د بيا رغاونې کارونه وار له مخه پيل شوي دي خو په ځينې سيمو کې د ښونځيو د ودانيو د بيا رغاونې کار نه دى پيل شوى . وزير محمد حنيف اتمر د افغانستان روانو امنيتي حالاتو ته په پام سره د پوهنې په بهير کې شته ستونزې رد نکړې خو پرته له دې چې د کومې رسنۍ نوم واخلي په يو شمير هغو يې تور ولگاو چې د پوهنې پرمختگونه پټوي . ښاغلي اتمر په ٨ نورو ولايتونو کې د پوهنې د وزارت د استازيو د کارځايونو د بيارغاونې اعلان هم وکړ چې ميدان وردک ، پروان، پکتيااوکندوز هم په کې راځي. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان زده کونکي:دگواښونو سره سره به ښونځي ته ځو 21 جون, 2007 | خبرونه وسله والو په کونړ کې درې ښوونځي وسوځول26 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||