BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:52 گرينويچ 2007 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وسله والو په کونړ کې درې ښوونځي وسوځول

د افغان ماشومانو يو لومړنى ښونځى
چارواکي وايي په يوۀ ښوونځي کې، وسله والو زده کوونکي له ټولگيو راوايستل او د دوى تر مخ يې کتابونه ورته وسوځول
د افغانستان په ختيځ ولايت، کونړ، کې ناپېژاندو وسله والو کسانو دريو لومړنيو ښوونځيو ته اور اچولى.

سيمه ييز چارواکي وايي وسله والو په شيگل ولسوالۍ کې دوه مکتبونه تېره شپه او يو نن د ورځې سوځولى.

د شيگل ولسوال محمد رحمان دانش بي بي سي ته وويل وسله وال د شپې دوو جوماتونو ته ننوتي او د زده کوونکو کتابونه او د ښوونځي نور مواد يې بهر سوځولي، خو جومات ته زيان نه دى رسېدلى.

د وړو هلکانو دغو مکتبونو خپلې ودانۍ نه لرلې، ځکه يې له جومات څخه د ښوونځي کار اخيست او همالته يې درسي مواد ساتل.

د کونړ د پوهنې رياست مرستيال غلام الله وقار وويل درېيم ښوونځى چې د ترپالونو له خيمې جوړ شوى و په بشپړه توگه په رڼا ورځ سوځول شوى.
ښاغلي وقار زياته کړه چې وسله والو زده کوونکي د زده کړې په وخت له ټولگيو څخه را وايستل، کتابونه يې ځينې واخيستل او بيا يې له خيمې سره يو ځاى ټولو درسي توکو ته اور پورې کړ.

دۀ وويل وسله والو زده کوونکو ته گواښ هم کړى و چې بيا ښوونځيو ته ولاړ نه شي.

په کونړ او د افغانستان په نورو نارامو سيمو کې پخوا هم ښوونځي سوځول شوي. په وروستيو کې په لوگر ولايت کې د يوۀ ښوونځي دوه تنکۍ نجونې زده کوونکې هم د وسله والو په ډزو کې وژل شوې دي.

افغان سرتېرو ته مرگ ژوبله
بلخوا، د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې لږترلږه شپږ افغان سرتېري ټپيان شوي.

د کونړ د پوليسو مشر مل پاسوال عبد الجلال جلال وايي د افغان پوځ شپږ سرتېري نن هغه مهال ټپيان شول چې گاډى يې د سړک له غاړې پر ښخ شوي بم وخوت.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې دوى په دغې چاودنه کې د ناټو ځواکونو ته هم زيان ور اړولى چې له افغان پوځ سره يو ځاى و.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت